Ghazal web

افغانستان به څوک ژغوري؟

03.11.2010 23:04

 

 

 

لیکوال:عبدالله خیبر

دافغانانو تاریخ تل د حماسو تاریخ پاتې شویدی، زمونږ هیواد تل د لوړو او ژورو هیواد وو او که د هیواد جیوپولیتیک موقیت ته سړۍ ځیر شي نو بی له شکه به تل دیرغلو

 زمونږ ولسونه دخپل تاریخ په هر دور کې  دخپلو او پردو له ظلم او یرغل سره مخ شوي، ګاونډیانو پر مونږ یرغلونه کړي د نړی لویو امپراطورانو پر مونږ حملې کړي مګر زمونږ مشرانو تل د پردو په وړاندې له خپلو سینو نه ورته سپر جوړ کړی او د دښمن ټولې شومې موښې یی خاورې کړي ځکه خو نن هر پښتون افغان په خپل تیر تاریخ ویاړي، په خپلو مشرانو ویاړي او بلاخره د خپلو نیکونو په کارنامو باندی ویاړي.

اوس که مونږ د خپل هیواد تیر تاریخ د اوسني وخت سره پرتله کړو نو دوه ټکي ترې راوځي. لومړۍ دا چې زمونږ پر ولس پخواني افتونه دومره پیچلي نه وو لکه دا اوسنۍ ناورین او دویم زمونږ دهیواد پخواني نسلونه تر مونږ په سلهاو ځله په پیاوړي  دریځ کې وو. زه منم چې هغه پخواني ازموینې هم له ستونزو ډکې وی چې حتا د پښتون وجود یی پر مینځ دوه نیمه کړو خو بیا هم هره ټوټه تل دسختیو پروخت  یو موټی پاتې شوی، زه نن په هغې ټوټی غږیږم چې د افغانستان په نوم یادیږي.

زمونږ تیر تاریخ مونږ ته راښایی چې په سختو شیبو کې تل د ولس له مینځه یو ملي مشر سر راپورته کړی، ټول ولس په خپل ملي مشر راټول شوی او د دښمن مقابله یی کړی، دبهرني یرغل په وړاندی ولس تل یو موټۍ پاتې شوی له بلې خوا دښمن مالومدار وو او له یوخوا به یی یرغل راوړو، که کورنۍ جګړې واقع شوي هغه هم اکثره وخت د دوه ورونو تر مینځ د واک جګړې وې چې ولس تل ورکې بی طرفه پاتې شوی، دهرې جګړې څخه وروسته ملت ته د دمې کولو او ځان راټولو فرصت په لاس ورغلی.

مګر دا اوسنۍ ناورین هغه د چا خبره له پخوانیو هغو ۱۸۰ درجې توپیر لري. په اصل کې اوسنۍ نړۍ تر پخوانۍ هغې ډیره پیچلې ده  د نالوستي ولسونو سر پرې نه خلاسیږي او دی کې هیڅ شک نشته چې زمونږ اوسنۍ ولس د اوسني نړۍ له معیارسره نالوستې ده، په استخباراتي او اقتصادي جګړو یی سر نه خلاصیږي، په سیاسي لوبو نه پوهیږي بس دې ولس ته لښکري ورښایه چې پرې ورشي، خو د جګړې نه وروسته بیا دځان په راټولونه کې پاتې راشي، د جګړې د تاوان جبرانولو ته یی پام نه وي، د جګړې له وجی ورپیښ بی نظمي په ورکولو کې پاتې راغلي، د یو ریښتوني ملي مشر په موندلو کې پاتې راغلي. دا ټولې هغه ستونځې دي چې په دا تیرو دری لسیزو کې ورسره مخ وو او تر دا اوسه هم ورسره مخامخ یو. اوس خو د چا خبره حالت دې ته رسیدلی چې لږ پاتی اوبه د ورخه تیرې شي.

د خپلې خبرې سپیناوی به زه داسې وکړم چې: 
په هیواد کې د میشتو قومونو تر مینځ د ملي یوالي په نوم کوم تارچې موجود دی هغه پخوا هم دومره ټینګ نه وو، اوس خو بیخي دومره نرۍ او کمزورۍ شوی چې هره ګړۍ یی د شکیدلو ویره موجوده ده، په هیواد کې د میشت واړه قومونه په پردو خرڅ شوي مشرانو په ولکه کې دي او دغه خرڅ شوي مشران د هیواد له پولو هاخوا د ژبی او مذهب پر اساس نوي پیوندونه لټوي او قومونه هم په نا اګاهانه ډول په دوی پسې روا ن دي. زمونږ ازلي قسم خواره دښمنانو مونږ ته تر بل هر وخت یی ځانونه نږدې کړيدي په مخونو یې د دوستۍ ماسکونه اغوستي او مونږ ته سره او شنه ګلان ښایي، د نړۍ ستر قدرتونه هم له مونږ ستړي شويدي او نور زمونږ د ستونځې یواځنۍ حل ورته زمونږ په ورکولو کې ښکاري، او زمونږ ورکه دوی د هیواد په تجزیه کې ویني نو ځکه یي اول زمونږ په تجزیی او بیا په ګاونډیانو کې حلولو په پلان او اجرا لګیا دي. یو وخت به هیواد کې د ننه د ویش یا ویش ته ورته خبره سره کرښه ګڼل کیده او په چا کې دومره جرأت نه وو چې لدې سرې کرښې تیر شي او د هیواده بهر به خلک په نړیوال ډګر کې د افغانستان له نسبتأ فعال موقف څخه شرمیدل او داسې خبره چا په خوله نشوه راوړی، خو نن هر څه بل ډول دي بهر هم خلک ازادانه  زمونږ د ویش خبرې کوي او په کور د ننه هم غیر پښتانه د ویش بحثونه کوي، کیدای شي ځینې به راسره موافق نه وي خو اجازه راکړۍ چې سپینه ووایم نن په هیواد کې د خرڅ شوي مشرانو تر مینځ د پردې تر شا چنې روانی دي.

اوس پوښتنه دا ده:
 چې دا هیواد او ولس لدې اوسني حالت څخه د راوتلوچانس شته او که نه؟؟
او که شته نو څومره؟ او څوک به یي راوباسي؟ دهیواد د ویش مخه به څوک نیسي؟؟

زما په اند پورتنۍ پوښتنې ډیر ساده ځوابونه لري، هو د هیواد له اوسني ناورين څخه د راوتلو چانس شته، ۱۰۰٪ شته، افغانان او خاص ډول پښتانه به هیواد لدې اوسني حالت څخه راوباسي او همدوی به د هیواد د ویش مخه نیسي. خو چې څرنګه به دا کار کوي دا لږه ستونځمنه پوښتنه ده.

زمونږ ډیر لیکوالان د پښتنو پر مظلومیت جاړي او ځینې بیا پدې هڅه دي چې د نورو قومونو تیروتنې په ګوته کړي او مسولیت تر ډیره په لږکیو واچوي چې زما په اند دا سم کار ندی، هغه متل دی چې: د کشرانو ښویدل وي او د مشرانو تیریدل. نو اوس راځۍ چې د معادلې بل اړخ ته ځیر شو:

مونږ ټول پښتانه  ښه په ډاډ دا دعوه کوو چې پښتون د هیواد اکثریت قوم دی او دې حساب سره پښتون د افغان ولس په مینځ کې مشر ورور دی، زه فکر کوم چې مشري دومره اسان کار هم نده لکه مونږ چې څومره اسانه ګڼلې، دمشر مسولیت تر کشرانو ډیر وي، که کور کې ستونځه وي تر ډیره مسولیت مشر ته متوجه وي، که کور ټوټې کیږي نو بیا هم مسولیت ترډیره د مشر پر غاړه وي، نو پر دې اساس د هیواد په هره قضیه کې د پښتنو مسولیت ډیر دی، که هره پیښه کیږي دا مانا لري چې مشر ورور د کور په اداره کې کمزورۍ دی، لږ به نور هم وړاندې لاړ شم راباندې په قار نشۍ که خدای مکړه هیواد ټوټې کیږي او د دښمن ټولې شومې موخې خپل هدف ته رسیږي نو تر ټولو زیات مسول به مونږ پښتانه یو، دا به مونږ یو چې دمشر ورور په توګه د هیواد اداره مو سمه ونکړه.

نو د سترګو تور پښتنو:
راشۍ چې نور د غفلت له خوبه رابیدار شو، هره ورځ د نړۍ اخبار ګورو خو فکر ورته نکوو نړۍ زمونږ په اړه څه وایی. لږ ښه ځیر شۍ هر څه به درته ښه صاف سوتره ښکاره شي نن د نړۍ په هر ګوټ کې چې د افغانستان ستونځه یادیږي نو تر ټولو ډیره ګوته پښتنو ته نیول کیږي. ماته خو د دوی انتقاد په حقه ښکاري دا چې تاسو ته څنګه ښکاري نپوهیږم.

زه دومره پوهیږم چې زمونږ په کلي کې د یو کور بد حال وي، هره ورځ ورکې جګړې وي، بې اتفاقي وي نو زمونږ دکلي خلک وایي چې مشر یی خراب دی، که مشر یی دکور سمه اداره کولای نو کشران به یی د نورو په خولې نه وای او پردو به ورکې د پښې ایښودو ځای نه واې موندلای.

نوټ:  ما غوښتل چې د پښتنو ستونځې د خپل فکر اساس تاسو سره شریکې کړم خو لیکنه اوږده شوه او نن سبا خو اوږدې لیکنې د خلکو سر په دردوي، په هغې به په نږدې راتلونکې کې وغږیږو.

په پښتني مینه


 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge