Ghazal web

غزل : حیات الله لاروی

05.11.2010 04:50

چي  دحـــق ژبه سوه غوڅه اوس ته راغلې

درتـــه ګورو موږ پــــه نه څه اوس ته راغلې


داتـــــــېره توره دي پټه که په پـــــــــوښ کي

ورور دي مړ سولو په پڅه اوس ته راغلې

 

خــــــــول شمله اوس د بې ننګو پر سر وینو

ککــــــری پاته ســـــوه لڅه اوس تـــه راغلې

 

چي ډګــــر په وینو ســـــور وو ولــــي نـــه وې؟

ګـــــړندی چي سوه دا هڅه اوس تـــه راغلې

 

درتـــــه اوس د لاروي کــــــــریږو درک سو

باغ یې لوټ کړلـــو په څه څه اوس ته راغلې

 

 

 

چمن

حیات الله کارمل 18.11.2010 04:32

<p>جان صیب سلامونه تاسو ته به فقط دومره اوویم<br /><br />نوم که مي کارمل دی خو عمل مي مل<br />زه د خــــــپل کــــــــر دار حمـــــیده نه لرم</p>

جان 06.11.2010 13:04

یره په دې تخلص دي بیخي حیران کړم له دي دي چې په ځان کارغل ایښی وای غوره وه الله دي هدایت درته وکړي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge