Ghazal web

غزل : راشد

08.11.2010 11:57

بد رنګی پسې ښکلا راولې خدایه

په تیارو پسې رڼا راولې خدایه

دخزان بادد زاغانو څپې راوړې

هغه ګل هغه بورا راولې خدایه

چي مو روح تازه په رنګ رنګ زمزمو ؤ

د بلبل هغه چوڼا راولې خدایه

ټول فضا وه بې له عطرو معطره

یو ځل بیا هغه فضا راولې خدایه

چي د مرګ ټغر د سیمي څخه ټول کړي

د سوکاله ژوند لړزګا راولې خدایه

انتفاق هم ورورولي او اتحاد وو

هغه کور کلی هوا راولې خدایه

چي واکمن په استقلال یو خپل وطن کي

د «راشد»قبوله دوا راولې خدایه

عطا 08.11.2010 20:36

دا غزل خو د راشد خټک نه ښکاری٠ د دی د شاعر مکمل نوم څه دی؟ د هاغه راشد سره توپیر په خاطر باید د شاعر پورا نوم ولیکل شی ٠ مننه

اداره :   دا غزل  د راشد خټک نه ده . د دې شاعر پوره نوم  مولوي عبدالرازق راشد  دی .

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge