Ghazal web

غزل = محمدنعیم - افغان

08.11.2010 13:30

عشق زمـــادزړه لمـبه وه، میــنه نــــه وه

یوه ناترسه حادثــــه وه ،میــــــنه نــــه وه

چي مي واړه جنـــتونــــه ترې قربان کړه

له دوزخه سره لــــــمبه  وه، مینه نــــه وه

دزوی  مـــــــړي مورپــه څېربه مي ژړله

دنازک زوی جــــــنازه وه ،مینه نـــــه وه

بدرنګي یې دښکلاپـــه جام کي راکړه

څه بې خونده یې مـــزه وه ،مینه نه وي

پښتنې پرېشتې څه له یې خوشاله؟

مینتوب یـــــوه خاطره وه، میـنه نـه وه

دسپوږمۍ له سترګوستوري څڅېدله

ټک له راز اونیاز نه شپه وه،مینه نه وه

بې صبري چي ګــوره ونه کړې زړګیه

دافغان طالــــــــع ویده وه ،مینه نه وه


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge