Ghazal web

غزل :نورالباري افغانمل

10.11.2010 05:19

د یار  دیار ته ځم چي صــــبر ســــــمه

لمر مخي یار ته ځــــم چي صبر سمه

سترګي مي تږي دي د ښکلـــو د ديد

د ښکلـــو ښار ته ځــم چي صبر سـمه

دلته پر هر پرهر زخمي زخمي ســـوم

خپل کندهار ته ځم چـــي صبر ســـمه

چي پکي اوښکـي وي د سرو پـه بیه

داسي بازار ته ځــــم چي صـــبر ســـمه

چـي یې حـــالونه د جــــانان راکــــــول

هغه رویبار ته ځـم چي صـــــبر ســـــمه

کـه افغـــانمل نه وو بیــــا دا مــــه وایه

زه یې مزار ته ځــم چي صـــــبر ســـــــمه

ګران باري صاحب 14.11.2010 13:39

ډېر ښکلی غزل دی خدای دي تاسو ته نور هم توان درکړي ترڅو داسي ښکلي غزلونه وليکئ، او داحمدشاه بابا ښکلي ديار پکي ذکر کړی.

کندهار دي تل ژوندی وي او ولس دي تل سرفرازه وي .

نيمګړی الهام 13.11.2010 17:05

سلامونه او نيکې هيلې ګرانه ښايسته غزل دې ليکلی خو زما يې لاندې بيت ډېر خوښ شو :

سترګي مي تږي دي د ښکلـــو د ديد

د ښکلـــو ښار ته ځــم چي صبر سـمه

د لا بريا په هيله .

ذ٠ت 10.11.2010 19:49

دلته پر هر پرهر زخمي زخمي ســـوم

خپل کندهار ته ځم چـــي صبر ســـمه

څومره ښایسته! الله دې برکت درکړې.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge