Ghazal web

غــــزل : جلالي وصال /کندهار

13.11.2010 14:00

کله به ما غوندي یو څوک هم ستا په کار سي اشنا

داســـــــي وګړي دلتــــــه کم دي که شمار ســي اشنا

 

پر ناولده لار   روان ســـــتا په لــــــټون دي خلــــــک

هلـــــه به دوی مومي نجات که ستا پر لار سي اشنا

 

رقــــــیب که ما ازاروي ما هم کلـــک هوډ کړی دی

تـکل مي دا دی چي اول زما پرې ګـــزار سي اشـــنا

 

ســـــتا جلالي بـــه یو وخت ستا مخ ته په کاڼو ولي

پروا یې نسته که منصور غوندي په دار سـي اشنا

 

 

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge