Ghazal web

غزل:احمد فاني

16.11.2010 05:12

موږ دوې رڼاوي یو په جنګ لکه لمر ،ستوري اخته

تر منـــځ مو تل د ي  دغلــیم غوندي شپې توري اخته

 

زما او یـــــــار ترمــنځ که څه راځي  جنـــګ نه پرې کوو

خــــــو رقیبان مو تـــــل تر شا دي لکه ســـــــیوري اخته

 

د ژونـــدمـــــحفل ته چـــــي یــــې راوړلې دلــــــمر رڼاوي

زموږ دژونـــــد شمعــــې هـــورې سـولې کـمزوري اخته

 

دټـــــول فامیــــل د شهادت کــــیسه یې اوښــــکو وکړه

ما چي تر ې وپوښتل، په سوال ولي یې خوري اخته؟

 

(احـــــمد فاني) دوی د وطــــن پـــــه زرو   نه سوه مــــاړه

اوس دبا با نــــــوم او نښان ،هــډونــه پلـــــــوري اختــــه


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge