Ghazal web

د افغانستان د بریا خوښي نه لمانځم:راشد لطیف

27.11.2010 12:51

د افغانستان د بریا خوښي نه لمانځم:راشد لطیف

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي پخواني توپ نیونکي (وکټ کیپر) او د افغانستان دملي لوبډلي اوسني روزونکي راشد لطیف  د جنګ ورځپاڼي یو خبریال ته د مرکې پر مهال او ویل  چي هغه د اسیایي لوبو د کرکټ په برخه کي په نیمه پای لوبه کي د پاکستان په وړاندي د افغانستان په کامیابي خوښي نه لمانځي.

هغه زیاته کړه چي د یو پاکستانی په حیث د پاکستان په ماته د نورو پاکستانیانو په څېر زه هم خواشنی یم . او زیاته یې کړه چي  د پاکستان په مقابله کي بریا به د افغان لوبډلي حوصله لا لوړه کړي.

د لوبي د ګټلو ورسته افغان اولسمشر حمید کرزي  هم لوبغاړو او اداریانو ته مبارکي ورکړل.

((له جنګ  ورځپاڼي څخه ژباړه :نورالباري افغانمل))

سلام 30.11.2010 17:29

د خپل وطن سره مېنه د هر چا حق دی مونږ باېد دحقاېقو څحه سترګي پټي نکړو خکه راشد لطيف دا ندې وېلي چه د افعانستان په ګټه حفه ېم او ېا هم د افعان کرکټ روزنه په درست ډول پر مخ نه وړم<br />مننه

بخت الله زرمل وال 29.11.2010 10:23

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي راشد لطيف د څرګندونې په اړه بايد ووايم چې دا خبره به د کرکټ د نړيوالو اصولو خلاف خبره وي ځکه چې يو کوچ د په نړيوالو رسنيو کې دا وواېي چې زه د هغه ټيم په بريا خفه يم او يا د هغه ټيم بريا نه لمانځم کوم ټيم ته چې زه روزنه ورکوم.

سلیم 28.11.2010 06:30

زما په خیال دا د راشد لطیف حق دی. هغه یو پاکستانی دی او د پاکستان په ماته باید خپه شي. د افغانستان د ټیم روزنه د دې مانا نه ورکوي چې هغه دې خپل هېواد هیر کړي. نوموړی خو یوازې د پیسو په بدل کې د افغانستان ټيم ته روزنه ورکوي نه د کوم بل احساس له مخې. مونږ باید د هغه په دې اظهاراتو خپه نه شو بلکې خپل ځان د دې جوګه کړو چې نور هغه یا د هغه په څېر نورو خلکو ته اړتیا ونه لرو. مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge