Ghazal web

غزل :ډاکټر حسن

29.11.2010 13:44


زړه درکــــــــوم زړه درنه غـــواړم درځم
نورمې له خپـــــــــله ځانه لاړم در ځـــــــم

چې دتلو غم ته اوښکــــې پاتي نه شي
نن په راتلو در ســـــــــره ژاړم در ځــــــــم

څوک دې ښکلا یاره لوستلــــی نه شي
دمینې ژبــــــــــه کې دې ژباړم در ځــــــم

ډیر مې دهــــــجر په یخنۍ وخــــــــوړې
تودو مچـــــــکو کې دې نغاړم در ځــــم

نوم د(حسن) دې شي مسکا په شونډو
په پښــــــتنه حیا دې ویــــــــــاړم در ځم

 

ډاکټر حسن ــــ لندن

نزیر احمد ویاړ 29.11.2010 14:13

څوک دې ښکلا یاره لوستلــــی نه شي<br />دمینې ژبــــــــــه کې دې ژباړم در ځــــــم <br /><br />ټوله غزل ښکلې ده خو زما یې دغه بیت زیات خوښ شو

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge