Ghazal web

بیا په مسافري کي.//لنډه کيسه

01.12.2010 19:26

بیا په مسافري کي//لیکوال رحمت الله رحمت

دماښام ترلمانځه وروسته به ځوانان ، سپین ږیري سره راټولېدل ، څوک به لوړ پردوکانچه ناست وه ، چابه لاندي دوکانچې ته څنګ وهلی و . څوک به بیا دجماعت دېوال ته ناست و. که به څوک نه وه راغلي دهغو به پوښتني کېده ، ښې غوري به کېدې ، دکلي بازار نوې او زړې به بیانېدې ، که به له یو ې خوا څوسپين ږیري دپخوا زمانې خبري کولې ، له بلي خوابه بیا چا دسبا لپاره خپل کارونه یادول .

یوه به ویل : سبا زما د اوبو وار دئ ، ته وایې مځکه په مي اوبه سي که به څه پاته سي ؟

هغه بل به ورته ویل : یا  وروره ! فکر مه کوه واله ډکه ده ، وایم که نیت پراخه کړې زما لانیم کار درسره کیږي ، وایم چي کاختي تېري شوي ، خدای ﷻ پاک دي  بیا دا وچکالي نه راولي . سږکال خو دالله ج فضل دی بارانونه او ځای – ځای واوري وشوې ، دهغه دي یوڅه اوبه شته .

هغه بل به ورته وویل : بس اوبه به دخدای ﷻ  ج خیر کړي سبا په هغه کښته کلي کي واده دی او موږ ټوله کلي ته یې ست کړی دی چي هیري مو نه شي، بس له هري خوا به مرکه توده وه ، یوازي زرګر لالا وچي ښه عجیبه نوې به یې نه وه اورېدلې څه به يې نه ویل .

کله چي به یې څه عجبه اورېدلې وه په هغه ورځ به په جګه غاړه ناست و ، هر سړی به په پوهېدی چي عجبه یې اورېدلې ده ، نن هم چي جګ ناست و انتظار یې کاوه چي خلګ ټول پوره شي او یو څوک دعجبي خبري پوښتنه ځیني وکړي او دی خپله عجیبه ورته بیان کړي ، په دغه حال کي تاج ګل راورسېد او پر زرګریې لا په ولاړه ږغ وکړ، شروع په کوه زوروره خلګ دي په انتظار ووژل .

زرګر وويل : نه – نه تاج ګل لالا ټوله ژوندي دي ، بس راځه ته مانده وې ، ښه شو چي راغلې . نوې هم عجبه نوې وه .

تاج ګل وویل : شروع په کوه چي دډوډۍ تروخته که دي په مټي خلاصه کړه !

زرګر وویل : چي نه مي پرېږدئ نو یې واورئ ماپښین مي یو دوست دکراچي دسفر قصه راته کوله ، تاسي واورېدل ؟ ټول مجلس پر راږغ کړه هو – هو قصه کوه ! وامو ورېدل .

زرګر زیاته کړه : بس نو ورور ته دي وویل شي ، دغه دوست قصه راته پيل کړه ویل یې : دکراچي دبس ټکټ مي کړی و ، پرخپله چوکۍ کښېنستم ، ټول بس ډک شو ، په مزل یې شروع وکړه ، ترڅو ساعته مزل وروسته دبس دمخ له خوا څخه یو سړی راولاړ شو په نصیحت یې شروع وکړه ، بې سده زورور تقریر یې وکړ، په دغه حال کي دبس دپای له خوا یو بل سړی راولاړ شو ، ویل يې : داڅنګه ښه سړی دی او څنګه ښه سړی دی او څنګه ښې خبري یې وکړې زه غواړم ودغه سړي ته لور ورکړم .

نصیحت والا چي داخبره واورېده ویل یې : نه – نه زه دي لور نه غواړم ، ما داخبري دخدای ﷻ    لپاره وکړې زه دي لور څه کوم ، دلته دلور پلار زارۍ ورته شروع کړې چي خامخا به زما لور په نکاح اخلې .

وایم ، چي څه سر دي پرله ګرځوم دغو نورو مسافرو هم خواستونه ورته وکړل .

نصیحت والا خبره ومنله چي سمه ده زه به دي لور په نکاح کړم ، په دغه حال کي یو بل سړی راولاړ شو ویل یې ، چي له ماسره څه خوږې (مټايي) دي دکور لپاره مي رااخیستې دي ، زه بیا داخیرات کوم دایې ددې دوستۍ شېریني ، چي دغه دوستي وشوه ، اوس نو په بس کي دمسافرو خورا ساعت تېر دی یو وار نصیحت بیا دوستي او بیا مفته مټايي او شېریني (مټايي) ووېشل شوه ، هغه دچا خبره چي  مفتو شرابو به دچا لاس ودرېږي ، بس خولې شخوند – کیږي څوک په تعجب څوک په خندا دي . 
وایم تاته دي وویل شي ښه و چي نه وې راسره ماورته وویل : ولي یاره ته بیا څومره کم نیتی یې ، دبل مفته مټايي دي لا نه ده راباندي پېرزو ؟

ده راته وویل : په دغو متلو او کنایانو بیا زما سره نه خلاصیږي سمه یې سپينه راته وکړه .

حقداد راته وویل : چي لږ وروسته به دي سر په خلاص شي ، هغه دچا خبره ، چي دخرو خاوند راشي ، دلته زرګر قصه پرېښووه ویل یې : بس دی نوره قصه به بیا بل وخت کوو.

دزرګر نازک طبعیت هرچاته معلوم و ، چي په بنډار (مجلس) کي به دده لپاره چای راتلې ، دده مړۍ (ډوډۍ) به ښه غوړه وه ڼ، بیا نو ده ښه مجلس کاوه او ښه شعر به یې خلاص و، چي نه چای وې ، نه ډوډۍ نو ځکه یې قصه په نیمايي کي ودروله یا پرېښووله .

تاج ګل لالا چي دده ښه طبیعت نیولی و او ترنورو ښه ورسره پوهېدی ، پر راږغ یې کړل ، وروره زرګر ه قصه مه پرېږده ته خو دمجلس مالګه یې ، چي ته پکښي نه یې هغه مجلس لا خوند نه کوي . وایم ، چای به بیا په کوټه کي کوو، دغه یو ګلاس اوبه درواخله حلق به په لوند کړې نو به په قصه ښه خوند وکړې ، زرګر چي اوبه وڅښلې ، یو څه دتاج ګل دناز خبرو طبیعت ورسم کړی و ، ویل : نه – نه داسي نه ده ما ویل ، ناوخته به وي کوچنیان به کور راته ګوري ، ټول مجلس په یوه خوله پرږغ کړه وروره زرګره !

قصه کوه ته وایې ناوخته به وي ، وایو چي سهار کیږي لا دي نه پرېږدو .

زرګر لالا قصه پيل کړه : نو خبره داده چي حقداد راته وویل : مټايي او خوږ ې نه وې چي موږ وخوړلې بلکي دخدای ﷻ   قهر شو ، لږ ساعت وروسته ټول خلګ له موټروان سره نشه او بې سده شوي یو ، دغو درې کسانو چي یو نصیحت والا، دویم دلور پلار او درېیم دمټايي والا ، درې سره ملګري او غله دي ، بیا نو یوه موټروان ( ډرېور) چوکۍ ته ورغلی دی ، اوبس یې یوې خوا ته درولی دی ، چي څه شیان راسره دي ، پیسې ، ګړۍ ، او نورقیمتي شیان ، هغه به یې ښه په بېغمۍ له مسافرو څخه راټول کړي وي .

یو وخت چي موږ په حال کي راغلو ګورو چي په هسپتال (روغتون) کي پراته یو ، ډاکټران ستني رالګوي ، دحکومت سړي شا وخوا راباندي پېره دي ، ته وا موږ غله یو ، هغو درېیو کسانو موږ ټول لوټ کړو ڼ، چي په ځان یې لانه کړو پوه .

بس وایم : حقداد راته وویل ، چي دناولده چا شی به څوک نه خوري ، بیا په مسافرۍ کي .

احسان 03.12.2010 08:00

شکلی کیسه وه.<br />مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge