Ghazal web

غزل:محمد نعیم افغان

07.12.2010 18:17

ســـتاپرسپین جبین باندي اوریږي رنګ

غلی دي پـــــه سترګوکـــي خندیږي رنګ

ولاړې دجانان ګــــرېوان کي ولـــــوېــــدې

واه سپوږمۍ نوخودبــه دي ځلیږي رنګ

ته پـــــه نیمه شپه کي څنګ تــــــه راغللې

ووېرېــــــدم ځکـــــــه مـــي ژړیــــــږي رنګ

تالــــــه مـي راوړي لـــــــه جنــــــت نــــــه دي

رنګ پـــه رنګ رنګونه دي ډېریږي رنګ

شونـــــډو ،اننګــــــــو اوزما سترګـــــوکي

ســــوردګل ګلاب پکښي وســـیږي رنګ

پام کـــوه «افغانه!»زړه دي ونــــــه خـورې

ورو، ورودي پـــه شعرکي غوړیږي رنګ

اول الر حمن رودوال 12.12.2010 11:29

ولاړی دجانان ګرېوان کي ولويدې ////واه سپوږمۍ نو خود به دی ځلیږی رنګ
نه پوهيږم کوم الفاظ به ددی وړ وی چی دپورتنی بیت ستاینه پری وشی
او یا به کوم څوک دا جرت ولری چی .........
د یو نیم شعر ښکلا او قوت خو بی اختیاره د سترگو نه اوښکی را بهوی
همدومره وایم چی ځوانه!
په گوتو او قلم دی برکت شه او عمر دی الله ډیر که چی پریمانه ښکلاوی وپنځوی
او د ستر الفت رح دا بیت درته ډ الۍ دی چی!
رب دی ساته په امان د بدو سترگو//// دا دوعا د پرښتو زموږ امین دی

یار 08.12.2010 16:10

سلام او مینه یو ځل بیا
دا غزل خو له دی بل نه هم ښکلی دی ، که څه هم که یاد دی وی دغسی یو څو بیتونه یو وخت ما درته په چټ کی لیکلی ول

وګوره چی هر پلو خوریږی رنګ
نن خو دی له سترګو نه وریږی رنګ

تا سره چی سترګی مخامخ کړمه
نه پوهیږم ولی می زیړیږی رنګ

ما دا بیتونه غزل نه شوای کړی ، یانی ډیر وخت ورباندی تیر شو او شاید چی ورباندی هیڅکله و نه توانیږم شاید یی لا څه چی تر دی پس نو زما څه مجال ؟ خو زما د زړه ټول رازونه تا په خپل شعر کی افشا او بیان کړل او نه خو یی ستا د دی غزل غوندی د ښکلی بیان وس لرم.
ولاړې دجانان ګــــرېوان کي ولـــــوېــــدې
واه سپوږمۍ نوخودبــه دي ځلیږي رنګ

کمال خو د شعر په هر بیت کی شوی دی خو د دی بیت کمال بیا دا دی که ما غوندی هلکان یی لولی نو خپله معنا به ورنه اخلی او که یی ښاغلی طالب منګل غوندی د صوفیانه مزاج یاران یی لولی نو حتما یی ذهن هاغی د سپوږمۍ کیسی ته ځی کومه چی زمونږ له خوږ نبی سره پیښه شوی.
دی ته وایی د الله او رسول سره هنری مینه .

د نوی شاعری غوره او ځانګړنه دا ده چی کله کله سړی د بل چا له زړه نه مخاطب شی زه پوهیږم دا رنګ ستا نه دی زیړ شوی حتما د کوم بل یار دوست زیړ شوی او که کومه تاریخی فوکلوری کیسی ته اشاره شوی وی هم امکان یی شته
ته پـــــه نیمه شپه کي څنګ تــــــه راغللې
ووېرېــــــدم ځکـــــــه مـــي ژړیــــــږي رنګ

مکسد یی دا چی اوس دی شاعری هاغه معیار ته رسیدلی ده چی له نوی شاعری سره سیالي کولی شی او هیڅوک درته نه شی ویلی چی لکه زما یار ارین احمدزی په شعر هسی خواری کوی ، ته اوس په رښتیا شعر لیکی . نوی ، نازک او له ناز او نزاکته ډک شعر لیکی
الله دی بریالی لره
یار دی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge