Ghazal web

د ښاغلي محمدنعیم افغان یوه ښکلې غزل

07.12.2010 18:32

نن دي یادونــــــه اورېـــــدل ،ځنګـېــدل

دزړه پـــــرسرمي توېـــــــدل، ځنګــــېدل

لـــه سپیني خولې دي توري مړه راوتل

نــــشه نــــشه وه ځنګـــــېدل ،ځنګـــېدل

پرمخ دي راکــــــړلــــــه څاپېــړه کلکـــــه

رقیبان ټولـــــــه خندېـــــدل ، ځنګـــېدل

لکـــــــه ډونډري دانګـــــورواوښکـــــي

پاس پــــربڼومي ځړېــــــــدل، ځنګــېدل

هلــــــته مي قبرد«افـــــــغان» ولـــــــیدی

یوڅویاران پـــــرې  ژړېدل، ځنګـــــېدل

یار 08.12.2010 14:56

ما نه درته ویل چی ته د ښه شعر د لیکلو استعداد لری ؟ په دی ورځو کی دی دا څویم غزل دی چی زما زړه ته لاره کوی ، اوس په پوره ډاډ درته ویلی شم چی ښه شعر دی لیکلی او لږ هم نه بلکی ډیر ښه شعر دی .
ردیف ، د قافیی اوبدل او الفاظو پییل ، وزن او په تیره موسیقیت یی ډیر ښه وربرابر دی ، که یی د کوم هنرمند له خولی واور نو لکه د هاغه نشه نشه بیت غوندی به اوریدونکی نشه کړی .
ما غوندی په زړه رنځوران خو همداسی د ټکسټ په لوستلو هم نشه کوی خو ځنی په زړه سخت یاران شاید د موسیقی د پردو سره ورته پړمخی پریوځی
مننه اشنا
شاعری ته ادامه ورکړه ، اوس دی لاره صحیح کړه
یار

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge