Ghazal web

غزل: محمدنعیم افغان

12.12.2010 04:45

ســــتاپېغلتوب اوزماځــــوانـــــي  سړی پــــــه غم اړوي

دالېونــــتوب اودامســــــتي ســــــــړی پــــــــه غـــم اړوي

لــــــه حیاډکي ،خوبـــــولــــــي اواوبلـــــني ســــــترګــــــي

لکـــــــه داښکوسپین غــــمي ســـــــړی پـــــــه غــــم اړوي

څوک چي په سورسالوکي مخ پټـــوي پټ دي یې کړي

اوچي پـــــــه لاس مـــــخ پټـــــوي ســــــړی پــــــه غم اړوي

زموږدجونګــــــړي حـــــــفاظـــــت بـــــه موږپه خپله کوو

کـــــنه دبل کلـــــي ســـــــړي ســـــــړی پـــــــــه غــــــــم اړوي

درنـــــــــــه پـــــــوړنـــــی دحــــــیادوطـــن ناوې غــــــواړي

افــــــــغانـــــــــــــــه!دومره بــــې غوري سړی په غم اړوي

کوټه : ۲۰۱۰/۱۱/۳۰

Eng. Sher Alam Harifal 13.12.2010 09:00

که روښتېا راباندی واېې په ما ګران نعېم افغانه:

په والله چی دا غزل دی ټول افغان په غم اړوې:

مننه.
ستا د نوروغزلونو په هېله!

حرېفال- کابل.

اول الرحمن رودوال 12.12.2010 11:52

که رښتیا ووایم هغه د چا خبره هر شعر سړی نه نیسی
مگر د نعیم افغان هر غزل په زړونو طوفان کوی طوفان.........
په ټولیزه توگه د غزل یو یا دوه بییته انتخاب وی مگر د دی غزل هر بیت انتخاب دی او بس

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge