Ghazal web

غزل:محمد نعیم افغان

15.12.2010 19:41

کـــه ستادشونــــډوپه مسکاجنت تــــه لاره کــوم

دادسروستــرګــــوپــــه ژړاجنت تـــــه لاره کــــــوم

زه پـــه ګـــــودرکي مات کودري اوبنګړي ټولوم

پــــه دې جــــــهاداودې غـــــزاجنت تـــــه لاره کوم

سپېڅلې میـــــنه ګنامه بولــــه ،کافربـه دي کړي

ستادمذهـــــب پـــــه دې ګـــــناجنت تـــــــه لارکوم

پـــــه دوږخونوبــــــه اورپوري کــړم ،لږصبروکړه

زه دمــورجاني پــــــه دعـــــاجنت تـــــــه لاره کـــوم

تل یې پــــــه تورودقـــــرآن لکــــــــه زمزم مینځمه

«افــــغان »دسپین زړه په ښکلاجنت ته لاره کوم

کوټه:۲۰۱۰/۱۱/۲۹

شريف الله غفورزي لکڼوال 16.12.2010 09:15

سلام نعيم جانه
ډير ښکلي غزل دي ليکلي دي
هو
زه پـــه ګـــــودرکي مات کودري اوبنګړي ټولوم

پــــه دې جــــــهاداودې غـــــزاجنت تـــــه لاره کوم
په زړه پوري دي
اخترام
شريف الله غفورزي لکڼوال

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge