Ghazal web

غزل:محمد نعیم افغان

24.12.2010 19:36


 

لـه خپل قسمت سره پـــه جنګ یم ،پرېـــږده ســاه ورکــــــړمه

ژونـدونه !نوردرنه پــــه تنګ یم ، پرېـــږده ســاه ورکــــــړمه

 

داســــتا پـــرسپیــــنه غاړه نــــــه کـــــــوم ،دنازخــوبـــــــونــــــه

پروت دي پـه پښوکي تورلونګ یم ، پرېـــږده ســاه ورکړمه

 

نــــوردي پـــــــه لیــــچوکـــــــي اشـــــــنا! دوسېــدلــــونــــــه یم

خیرکــــــه دمستوبنګــړوشرنګ یـم ، پرېــږده ســاه ورکـړمه

 

درخــو! ونیم بسمل تــــــه راکـــــــړه لــــــږ دمــه پـــــرمړونــــــد

دآدم خــان درباب ترنـګ یـــــم ، پرېـــږده ســاه ورکــــــړمه

 

ســــتادسپـــېڅلي زړه محیط کـــــي یــــوافـــــغان پاچــــــاوم

نــــــن دي پــــــه کلــي کي ملنګ یم، پرېـــږده ســاه ورکـــړمه

 

کوټه:۲۰۱۰/۱۱/۲۶


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge