Ghazal web

بیا به بد نه کوم

27.12.2010 20:00

بیا به بد نه کوم//لنډه کیسه/رحمت الله رحمت

کله انسان داسي وي لکه هغه نوم چي وي ، دغسي ښه والی او بدوالی یې دهغه له نامه معلومیږي ، خو کله بیا داسي نه وي او خبره سرچپه وي لکه د " زرداد " نامه ته چي ګورې ، څوک به وايي چي زر به سره ورکوي او زر به وېشي مګر دی داور سکروټی پاشي او بېشي (وېشي) ، زرداد چي کوچنی ولا یوه ستړیا وه ، که به یوه ورځ ترځانګو ایله شوی و سربه یې مات و . خو بله ورځ به یې دشیدو بوتل داسي کلک و غورځاوه چي نه یوازي شیدې به ځني توی شوې بکلي پرپلار به یې بل بوتل هم تاوان کړ ، چي کله دڅکېدو یا خاړپوڅو شو بیا له مور او خوېندو څخه نور کار پاته و، چي نورو کوچنیانو به چای خوړلې ، ده به ګلاسونه چپه کول چي نور به سم ناست وو، ده به په لوښو کي خاوري اچولې ، وایمه سمه سرګرداني و.

یوه ورځ چي مور یې په کار پسي ولاړه او یو ناڅاپه یې د زرداد سوي نارې تر غوږ شوې ، له هغه ځایه یې نارې کړي .

-         لکه چي خاوري مي په خوله شوې داڅه وشول ، چي هلک داسي سوي بغاري وهي ، “ تانو”  خور یې بدي واخیسته او ژر – ژر سړې اوبه باندي تویولې ، چي مور یې رانژدې شوه ورته ویې ویل : موري داخو یې تودې چای پرځان چپه کړې ، هله یوه چاره یې کوه ! مور یې ژر کوچنی دهلکانو په پلار پسي ولېږلی چي هله ورته وایه ژر ارځه  چي زرداد وسو ، میراجان چي ترلمانځه وروسته له جوماته پرلاري و ، حیران دی چي دا “ جنت ګل” څنګه راځغلي . “ جنت ګل “ چي رانژدې شو پرپلار یې ږغ وکړ، هله اغا جانه ژرکوه چي زرداد وسو .

میرا جان هم په ډېره حیرانۍ سره پوښتنه ځني وکړه څنګه او په څه شي وسو ؟ “ جنت ګل “ وویل : تودې چای یې پر ځان چپه کړې ، میراجان دغسي دکور پر خوا را چابک شو چي راورسېدی، ګوري چي هلک لکه ماهی چي پروچه کښېږدې داسي پرله اوړي ، میراجان سمدستي دهمسایه ندا کور ته ورنارې کړې چي هله موټر دي راوباسه چي یو وار داهلک تر یو ډاکټر پوري ورسو و.

“همسایه ندا “   هم موټر په تلوار رارهي کړ او هلک یې مخ پرروغتون (هسپتال) راواخیست ، میراجان په دغه وارخطايي کي ندا ته وايي ته وا داوخت به څوک وي ، موټروان ندا وویل: هو څنګه به نه وي ضرور به څوک وي ، دهسپتال (روغتون) پردروازه یې لیکلي دي (۲۴) ساعته بېړنۍ (اېمرجنسي) اسانتیاوي ستاسي لپاره شته.

په دغه حال کي کوچنی یو وار ډېر په عذاب شي ، بیا میراجان خوارکی پرږغ کړي ، مه ژاړه اوس به پلار کوټه شیان درواخلي (در رانیسي) ، چي یو ډاکټر پیداشي بیا به نوپلار ډېر شیان درواخلي ، ښایسته – ښایسته شیان ، بیا میراجان نداته وايي ښه تا ویل اوس به ډاکټر وي .

ندا : هو ډاکټر څه ډاکټر ان به وي دهغه هسپتال (روغتون) پردروازه یې دډېرو ډاکټرانو نومان لیکلي دي امبولانس هم لري مګر امبولانس یې نو دچا په ښه نه دی ورغلی، ولي په هغه کي دوی کور ته ځي او دکورکار ځني اخلي .

میراجان خبره ورغبرګه کړه : دښادۍ هسپتال او امبولانس دې شي خدای ﷻ   دي څوک نه ورته اړ کوي ، له ماڅخه خړي او روڼي پرله ګډي شوي دي ، ته لاري ته سم پام کوه چي یا لار خطا نه کړې یا یو شی په ونه وهې یا دهسپتال کوڅه درڅخه خطانه شي .

ندا ورته وویل : وروره ته وارمه خطاکوه ، داپه دنیا کي پېښيږي ، دادی راورسېدو ګوري چي دهسپتال دروازه کولپ ده ، یو صفايي والا له دروازې سره ناست دی جارویې وڅنګ ته پروت دی .

میراجان خوارکی لکه مسافر پر راشېوه شو ، سم یې هم نه پېژني چي مزدوردی یا کمپوډر ، خو دوی خپلي بدې ورځي  ورته راوسول .

میراجان ترسلام وروسته داسي په مظلومانه ډول ورته وویل : وروره ! ډاکټر صاحب چېري دی ؟ موږ دامریض را اخیستی دی ډېر په عذاب دی .

صفايي والا وویل : ډاکټر لا اوس نه دی راغلی ، تاسي ته خوهم دشي وخت نه معلومیږي ، بس هروخت چي راروان شئ ، هغه وخت راشئ .

میراجان : وروره ته خوا مه بدوه ، داخو پېښه ده ، وخت نه لري .  صفايي والا وویل : ډېري خبري به نه کوې ، هر شی خپله طریقه او وخت لري ، زه لا دغه هسپتال ته پروخت راځم ، دایې طریقه ده . اول به نمبر اخلې ، بیا چي ډاکټر پر “۹” بجې راورسېږي بیا به نو هغه وخت پرخپل اخیستي نمبر سره خپل مریض ډاکټر ته ورښکاره کوې .

میراجان : په ډېره ناامیدۍ سره دموټر خواته راغلی او “ندا” ته یې وویل : وروره داخو ډاکټران نه شته ، هغه سړي په ډېره خوشکه او خښم راته وویل چي هغه پر “۹” بجې راځي .

ندا : ته راځه چي دډآکټر کورته ورشو  مجبوري ده اوس یې نو څنګه کوې ، هوسا د ستړي په حال څه خبر دی ، موټر ته راخېژه ګوندي ډاکټر په کور کي پیداکړو.

د “ زرداد “  سوی بدن ، سختو بوغارو ، دډاکټر نه پیداکېدل له میراجان څخه هرڅه ګډ وډ کړي وو ، نژدې و چي موټر ته د کړکۍ له لاري وخېژي ، خوند ا استاذ دروازه ورخلاصه کړه او موټر یې روان کړ ، لږ ساعت وروسته ندا پرمیراجان ږغ وکړ، وروره دادی دډاکټر کور ته راورسېدو، ته ژر دغه شنه دروازه و روټکوه ، داڅنګ ته یې دارنګ بټن هم ده ، میراجان چي دغسي په یوه سا ورشېوه شو، دروازه او بټن یې یوځای ورووهل لږ ساعت وروسته دروازه خلاصه شوه ، یو هلک چي دخوب کالي یې اغوستي وو، سترګي په دواړو لاسوموښلې راووت  ، داسي معلومېدی لکه له خوبه چي وي ، ویې ویل : څوک مو په کار دی  چي داوخت راروان یاست ؟

مېراجان داسي زهیر ورته وویل : مریض مو رااخیستی دی ، ډاکټر صاحب مو په کار دی هلک وویل هغه اوس نه سته هغه واک ته تللی دی .

میراجان وویل : ښه ډاکټر صاحب واک ته تللی دی ، واک چېري دی ، واک مریض دی که بل شی ، ته یې موږ ته راوښيه چي هلته ورشو .

هلک وویل : په شي نه پوهېږې ، وايې واک څه شی دی ، واک ورزش ته وايي ورزش ته ، داسړی چي سهار ځغلي . میراجان مخ پرندا استاذ راواړاوه ، ویل داخو هم نه شته وايي ډاکټر صاحب سهار ځغلي ، ګوره چي په چاپسي ځغلي ، داغریب ته هم لکه چي یوه خواري ورپېښه شوې ده چي په میدانو دي ، ندا وویل : ته موټر ته راوخېژه موږ له سهاره چپه رابارکړې ده ، ته راځه بل روغتون ته ورشو که خدای ﷻ  کول دهغه ډاکټران به پرځای وي او هسپتال به هم خلاص وي ماته یې ډېرو خلګو صفت کړی دی ، وایي چي دهغه دوايي سمه هم ده او ارزانه هم ، ناحقه غوټي خلګو ته نه ورپه شاکوي او ډاکټران یې هم ښه خلګ دي او هلک هم دادی اوس ډېري بغاري نه وهي ته وایه درد یې سوکه شو او که دژړا څخه ستړي شو .

میراجان وویل : زما خیال دی هغه په کورکي چي مو ګولۍ ورکړې هغو لکه چي نشه کړ، ندا خبره ورغبرګه کړه ، بس دایو راورسېدو هغه دی وینې دهسپتال (روغتون) دروازه خلاصه ده ، خلګ وځي ننوځي ، معلومیږي چي ډاکټران هم پرځای دي ، دستي نورو خلګو میراجان ته وار ورکړ ، هلک ډاکټر وکوت ، دوايي یې ورکړه ډاکټر خپل فیس هم ورمعاف کړ ، څو ورځي په هسپتال کي و ، ترهغه وروسته کور ته ولاړل ، میراجان هم دوايي له حلالي خلاص کړ.

میاشت پس زرداد جوړ شو مور پلار او نورو کوچنیانو ته به یې ویل: بیا زه بد نه کوم دمور او پلار په خوله به کوم ، ما چي بد کول مورا و پلار څومره راسره په عذاب شول . څومره پیسې ځني ولاړې او پر ماڅخه خوارۍ تېري شوې ، بیا به بد نه کوم .

سمون يار 28.12.2010 06:50

غزل ته مې سلامونه !

دښاغلي رحمت الله رحمت لنډې کيسې واقعياً په زړه پورې دي ، دنوموړې کيسې ټولي مې ترخپل سترګو ټکی په ټکی تېر کړي ، او ددې ولس او هيواد واقعيتونو ته ښه انځور ورکړل شوی دی.

خدای دې رحمت الله رحمت ته هم ددې ژبې په غېږه کې ګرفتار وساتي او ترخپل اخيري سلګۍ پورې همدا ډول خپل دهيواد انځور انځور کړي .

کليواله او پښتنه مینه .

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge