Ghazal web

غزل:محمد عظیم ممتاز

02.01.2011 19:10

راســــئ په مزاج کـــــــي بدلــــون راولو

راسئ سوچ سمــاج کي بدلـــــون راولو


راســــئ په بدي کـــــي نجوني نه غواړو

راســـــئ دې رواج کــــــــي بدلـــون راولو

 

راسئ خپل حق ټول په یوه خوله وغواړو

راســـئ احتـــــجاج کـــــي بدلــــــون راولو


راســـــئ چي له واکــــــه یې بې واکه کړو

راســـــئ دې ســــــامراج کي بدلون راولو


راســـــئ چــــــي قلم د (ممتاز) وڅـــــــارو

راســـــئ په خپـــــــل جاج کي بدلون راولو


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge