Ghazal web

نعت شريف ///حاجي محمداواب

09.01.2011 20:05

داخلاقـــــوپسـرلي دي لکـــــه ګل خويــــونـــــه راوړل

تاوبــــــڼ ددې نړۍ تــــــه څــه سنبل خويونه راوړل

تـرې زريني وړانګـــــي اوري ستاهــرکارد رُڼا څلی

تاپــــــه توروتياريکوکــــــي ځل اوبل خويونــه راوړل

تاپه زړه کي دظلمونوسپينکی توغ دعـــدل جک کړ

دادي څومره ښـــــه سپېـــڅلي اواتل خويونــــه راوړل

تالمبې دنِـــــفاق مــــړې کړي داخوت په باران باندي

تاعجيب اوپـــــه زړه پـوري زړه تسل خويونه راوړل

شاهنشايـــــې تــــــه دامن ای ددرست جهان رحمـته

تادعلم،حِلم، عفوي څـــــه مشل خويـــونـــــه راوړل

تـــه دستروکـــمالاتوخزانــــــه يې پاک رسولـــــه!

ماعاجـــــز اواب دي دلــــــته ډېر اقل خويـونه راوړل

يو څوک 27.03.2011 13:16

ډېر ښاسته نعت دې ليکلی الله دې درته اجر درکړي په لاسونو دې برکت شه انډيواله تکړه شه دغه شان شعرونه ليکه چې د محمد (ص) شان ،شوکت او عظمت پکې بيان شي.
دې نننو شاعرانو خو بيښي د شعر نه ..... وويستل هسې بس اوزګار وي.

شاعرانو خفه نشئ زمونږ ورونه استۍ ښه.

په درنښت
يوڅوک

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge