Ghazal web

غزل: محمدحنيف حيران

16.01.2011 05:33


ځايــــيږو نه ستا زړه کـــــې زه او سیوری
ډوبــــــيږو په ويــــــاله کې زه او ســــیوری


سجدې زمونږ د دواړو په يو رنګ وي
ژړيـــــږو په مـــــانځه کـــې زه او سيوری


له کلــــي څخه لــــــرې خــــــدای ته راغــــــلو
ترې غواړو يې په غره کې زه او سيوری


بـــــاور زمـــــونــــــــږ د دواړو رڼايـــــي ده
روان يــــــو په تياره کې زه او سيــــوری


ســــــــتامينه ماتوم پرې دنـــــــــــګه ياره
راووځو لمر خاته کې زه او سيـــــوری


د خپل احساس آسمان مو ښه راټيټ کړ
توديـــــږو پرې ســـاړه کې زه او سيوری


له نــــــورو ســــــــره ژاړو چــــــــې ژړا وي
ګډيږو خپل واده کې زه او ســـــــيوری


ميــــږي ته موهم خيال وي چې روان يو
احتياط کوو هر څه کې زه او سيوری.

15 جنوري 2011 ‌‌ء کال ـ پکتيا، ګرديز

هما خوستی 17.01.2011 10:28

محمدحنيف حيران صاحب ستاټول غزالونه په زړه پوری دی خو زما دا غزل ډيرخوښ شو الله تعالا د په لاسونو براقت که مننه،

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge