Ghazal web

غزل:شهزاده عاصم غزنيوال

16.01.2011 04:50

تیـــــــره زندګي شوه ، ښه ســــــتومانه وه
څــــــه دګل جفا وه ، څــــــه له ځـــــــــــانه وه


ژیــــړمازدیګری ، ترګـــودر تیـــره شوه
چاســــــره یــــــــي کــارؤ ، لاروانـــــــــه وه


خودبه یي ، په بریتوکي موسکایادوه
خوب کـــــي غږیدله ، سرګـــــــــردانه وه


ځــان یي کړسنګار ، اسمان تي وکتل
پړنګ شو په ژړاشــوه ، بي جانانه وه


اوردمیني ټولـــي وعدي ، ماتي کړي
شیـــــخه تاخووېل ، توبه اســــــــانه وه


ټـــــــوله مي ګیــــله ننه ، لــــــه تا نــــه وه
څـــــــــه مي له پرون څه لـــه بیګا نه وه


ګل غـــــوندي یاري وله ، خرابه شوه
څـــــــه زه وم عاصم ، څـــه دا نادانه وه

نقیب احمدعزيزي - غزني ـ مقر 31.07.2011 08:00

ښاغلیه سلامونه! ښکلی غزل وو خو دا راته ووايه چي ته خو زموږ د مقر دولسوالي يط خو نه دي په اړه زیات معلومات لرم اون هم ستا اې مېل راسره ده او نه هم د موبایل شمېره، دا چې د غزني ولايت هم په تاسو حق لري بايد هري خواته يي فام وکړې.ستاله شاعرۍ مننه <br />ستا ملګری نقیب احمدعزېزي ـ غزني ـ مقر

عبدالباسط عادل لغمانی 16.01.2011 18:09

دیره ښکلی عالی ده گرانه وروره زما په زړه هم ښه ولگید بریالی اوسی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge