Ghazal web

غزل :عبدالرازق حقیار

17.01.2011 09:48

هـــسي بې وســــه ورته ګــــــورو جنــګ دی

د زورورو او کــــــــــمـــــزورو جــنـــــــــــګ دی

 

ملالي ته پوه سوې، ټپې دي پـــــوه سوې!

مونږه لالیـــان ځانونه ژغورو جـــــنګ دی

 

د تــــــوري شـــــــپې د تور تورتـــم په خلاف

د سپینو، سپینو ،سپینو ستور جنګ دی

 

زموږ د وطن سره او سپین نور خلګ وړي

زموږ پر ترخو او او پر ښورو جـــــــنګ دی



ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge