Ghazal web

غزل :سید شاه سقیم

21.01.2011 09:02

د خيال په غره چې مي يو څوک لکه کوچۍ وخېژي

سوې نغمې مي د شپونکي زړه له شپېلۍ وخېژي

 

هــــــغه د قـــــــدر شـــــــپــه لا نه راځــــي چې تا راولي

سلګـــــــــونه ځله که لمر ولوېږي سپوږمۍ وخېژي

 

دا اوښکې نه دي. چې مي سترګې تر ګرېوان ونيسي

دا مــــــي له زړه څــــــــــخه اواز د بې وســـــــۍ وخېژي

 

ګرانې ! چې خيال ته راشې زړه مي نرۍ څړيکه وکړي

(( لمر په ملتان را ټيټ شي تاوو يې تر سيوۍ وخېژي ))

 

دا ګل د څـــــــــــانګې تــــــــــر وربله په اغــــزيو خېژي

چا وېل شبــــــــنم دى ؟ دا تڼاکې په غوټۍ وخـــــېژي

 

دلــــــــــته چې ما غواړي نصب يې تر لاهوره رسي

دلـــــته چې خـــــــــــير غواړي هــغه کابلۍ وخېژي

 

سقـــــيمه ! دوۍ وايي چې بــــــــيا يې غزل وويله

چې دي له خولـــې نه اسوېلى او يا سلګۍ وخېژي

عبدالقادر مفتون 02.05.2012 21:30

دسقیم شعر می داسی زړه ته لار کوی لکه دبی پلاره ماشوم وښکی چی دمور زړه ته لار کوی قلم دی روان وی دلابریالیتوب په هیله یی یم

عمر فاروق حوض باغ 22.01.2011 14:02

ډیرښکلی او په زړه پوری شعردې لیکلی اوپه انده کی دی دشعر خاپیری تل لپاره دلوی الله څخه ځلانده غواړم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge