Ghazal web

د حاجي محمد اواب غزل

17.06.2011 09:55

زه مي د زړه په لېمو ستا د تصویر پښې مچوم

په ډېر درنښت یې هم د ورځي هم د شپې مچوم

جوتــــه نه ده چــــي پر کومــه لار به تللی وي یــار

زاهـــــده څکه نـــن د ټول کلي کوڅــــــــې مچوم

لـــکه چنار هـــسي جانان مي شو شهید ملګرو

اوس پر مـــــزار یې ساندي وایمه جنډې مچوم

دا چي لمر مخي ته دي ورته ،او  رڼاوي  کوي

پــــه دې لامل زه تر ســــــهار دا ډېــــوې مچوم

رویبار چي راسي د ګُلرنګ او غنمرنګ له ښاره

«اوّاب » لومړی به یې د پښو خاوري پڼې مچوم

اواب

احمد 21.06.2011 12:47

ټولو ته سلامونه
قرآن کريم موږ ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه وايي :
( لقد کان لکم فی رسول الله اسوة حسنة ) ( القرآن)
يعني ستاسو لپاره رسول الله صلی الله عليه وسلم غوره نمونه ده ، که کوم څوک رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل ځان ، يا هم کورنۍ او يا هم نړۍ لپاره يوه نمونه ګڼي نو هغه به ضرور هڅه کوي چي د ژوند چارې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سپېڅلو سنتو سره برابرې کړي.
همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي :
( من احدث فی امرنا هذا ما ليس منه فهو رد) (متفق عليه)
يعني که چا زما په راوړي دين کي داسي څه ور زيات کړل چي ما نه وو کړي ، يا مي نه وو ويلي او يا مي يې هم بېخي امر نه وو کړی نو دا مردود ، د کولو نه دي او ددين برخه نه شي ګرزېدای.
که د رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند ته وګورو نو موږ به داسي څه ونه وينو چي صحابه کرامو رضی الله عنهم دي پر قبرونو جنډۍ درولې وي او بيا دي د هغو مچول پيل کړي ، بلکي موږ به د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم د ژوند په پاڼو کي بالعکس څه ووينو.
زما په اند د حيات الله صا حب نظر يوه پر ځای خبره ده ، نوموړی له دې انکار نه کوي چي په شعر کي خيالات ، تخيلات او خيالي فکرونه نه شته بلکي بالعکس نوموړی د يو داسي شعر غوښتونکی دی چي شاعر يې د غير اسلامي دودونو پر ځای روا اسلامي دودونو ته خلک را وبولي ، د يوې باطلې نظريې پر ځای يوه داسي نظريه ترويج کړي چي له الهي دربار څخه اجر پرې تر لاسه کولای شي.
ښاغلو ! که تاسو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند پاڼې لوستې وي تاسو ته به د نبوي دربار شاعر حسابن ثابت معلوم وي ، تاسو ته به د د جګړې د ډګر زمری ابو دجانه څرګند وي چي په خپلو ولوله ناکو شعرونو به يې د مسلمانانو په زړونو کي ويدې جذبې ويښولې ، همداراز ګڼې بېلګي شته چي حقيقت منونکي ترې انکار نه شي کولای.
دا خبره ناسمه نه برېښي چي غوره شعر هم دروغ وي ، بلکي که شعر ته د اسلامي قانون په رڼا کي يوه مشروعه بڼه ورکړو نو زما په اند د د ښمنانو په وړاندي به د جګړې له ډېرو مهمو مورچلونو څخه يو مورچل وي.
که تاسو نبوي ژوند لوستی وي نو تاسو ته به څرګنده شوې وي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه مهال چي له کفر سره يې د توحيد پر اهدافو ډغرې وهلې ،د شرک تيارې يي ټولولې په همغه مهال کي يې شعر د يو داسي وسلې په توګه استعمال کړ چي خلکو ته به پکي د توحيد بلنه وه ، دا يوه داسي وسله وه چي خلکو ته به يې د هيلو او اميدونو ډېوې بلولې ، دا يوه داسي وسله چي خلک يې له بدمرغيو څخه نېکمرغيو ته رابلل.
په لنډو دومره ويلای شو چي شعر د خيالاتو او هسي وهمي فکرونو مجموعه نه بلکي د حقايقو يو مخزن دی چي متأسفانه زموږ شاعران يې د ناخبرۍ او يا هم اعتقاد له کبله د يوې داسي وسلې په توګه استعمالوي چي د اسلاميت ، سنتو ، قرآن ، حمد ، نعت او ... پر ځای پکي د منصور ، خيالي ليلا ، بدعاتو ، موضوعي احاديثو او د اسلام دښمنه عقيدو لکه وحدة الوجود او حلول څرک ليدل کېږي او يا هم په بل عبارت موږ د شعر د حقيقې بڼې پر ځای هغه شکل پلي کړی چي له دين او مذهب سره مو هيڅ سمون نه خوري.

اتل چمن وال 19.06.2011 13:12

حیات الله چمنوال سلامونه
فکر کوم دنورو وهابیانو غوندې ته هم ژرنده او جومات نه پیژنې ، نوځکه دې دملاحاجي محمد اواب خیالي غزل ته هم دجرح والتعدیل دعلم ترازو لګولی دی .
حیات الله جانه دا غزل او شعر دی او دشعر په باره کې پخوانیو دعلم معاني او ادب علماء فرمایلي ان احسن الشعر اکذبه . . شعر کومه عامه حقیقي وینا نه دی بلکې تخیلات دی ، په لوړ غزل کې یوازې همدا دوه خبرې بې سوره نه دي بلکې دهر شعر غوندې ټولې خبرې نادودې دي ، ایا دکوڅو اوخاورو مچول روا دي دډیوو مچول روا دي ،دپڼو مچول روا دي ، او بل اواب صیب وایي زه داکار کوم ، موږ باور لرو چې اواب صیب تراوسه له دې یادو شویو شیانو څخه یو هم نه دی مچ کړی او یوازې یې په شعر کې لاپه ویشتلې ، نو آیا دابیا دروغ نه شول ، نو لومړی باید ددروغو پوښتنه وکړې ؟؟؟
خو خبره داده چې ناخبره دمرکې لیوه وي
تاسو محترم اچې اوریدلي خو شپني مو نه ده کړې ، شعر یو کلام چې له پیله هرڅوک یې په اړه دانظر لري چې شعر یا غزل یعني خیالي او فکري خبري یعني ضرور نه دی چی شعر دی واقعي وي ، او هره هغه خبره چې له پیله یې خلک په غیرواقعیتوب باور لري ، که وشی دروغ نه بلل کیږي ، ځکه په دې سره دمسلمان دوکه نه راځي او دروغ هغه ته وایي چې مسلمان یي درښتیاو په نیت اوري .
بله داچې شعر یوځل یوغیر واقعي اویا په اصطلاح دروغ کلام شو نوبیا به داډیره بې ځایه وي که چیري څوک دیوه واقعي او رښتوني کلام معامله ورسره کوي ، لکه تاسو چې کومه جرحه کړې ده .
او پاته شوه دجنډو او ساندو خبره نو موږ له خپلو جنډو سره پریږدۍ تاسو خپلې خورماوې خورئ ، داکیسې فکر نه کوم چې په دې دنیا سپینې شي .

حیات الله -چمنوال 18.06.2011 09:43

السلام علیکم:
په غزل ویب لاګ کي موڅه وخت وړاندي داسي یوپروګرام ذهن ته راځي چي دهمدې شعرلیکوال پکي اسلامي پوښتني ځوابولې نوویلای سم چي اواب صیب یوعلمې شخصیت دی خوپه دغه شعرکي یې ځیني داسي شیان مخي ته راغله چي په اسلام کي یې کوم اصل زماپه اندنسته دمثال په ډول په لاندي بیت کي ساندي اوجنډۍته اشاره .

لـــکه چنار هـــسي جانان مي شو شهید ملګرو

اوس پر مـــــزار یې ساندي وایمه جنډې مچوم

نوزماپوښتنه داده چي ایاپر مزارباندي ساندي وهل اوجنډۍ درول روادی که بدعت ؟هیله ده دقرآن اوحدیث په رڼا کي ځواب راکړۍ.

افغانمل:چمنوال صيب دا وخت له چمن نه دباندي يم چي هر وخت بيرته ستون شم ستاسو پوښتنه به تر مولوي صاحب پوري ورسوم.ځکه هغه(اواب) انټرنيټ ته لاس رسى نه لري.

په درنښت

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge