Ghazal web

د کاروان سره یوه شېبه// صالح محمد صالح

29.08.2011 21:13

د فېسبوک په چټ کې کاروان صاحب راڅخه پوښتنه وکړه، چې افغانستان ته کله راځې؟ ما ورته وويل چې هوا سړه شي درځم د خيره.

شېبه وروسته مې وليدل چې کاروان صاحب دا شعر او ورسره دا لنډکۍ تبصره ليکلې وه.

چې هوا کومــــه ورځ سړه شــــــي خامخا راشه

لکـــــه خوشبــــــو د شنـــــو غنمو په هـــوا راشه

د زاڼـــو تـــش کټوري بيا کړه له سندرو نه ډک

بس په کـــټ کټ په خندېدو او په غوغا راشه

زمــــا باور پـــــام پر خــــــوبونو باندې مـه کموه

په کې مــــې څو ځــــــله لېدلې په رښتيا راشه

بــــــس په پاکــټ کې راته بنده د ”ارين“ مچکه

ورســــــــره څو دانې کــــټ کټ يې د خندا راشه

راشـــــــه راتګ به دې يــو ښه نوی خبر شي راته

د بــــــې خبـــــــرو شپـــــــو ته زېری د ســـبا راشه

زمـــــا کاروان زمـــــــا جـــرس زما آشنا لاروی

زمـــــــا غزل زمــــــــا د هــــــــر توري معنا راشه

يادښت:

صالح ګله په فی البديهه شعر کې کله کله لفظونه د خښتو غوندې چست ونه لګيږي ، ته او لوستونکي مې وبښئ ، تا ليکلي وو چې هوا سړه شي نو به درشم ناڅاپه مې دا جمله په ژبه کې اړوله چې ترې مسره جوړه شوه . خوښيږي مې چې فی البديهه شعرونه وليکم ، يو وخت به موږ نثار ، سالک او عابد صاحب دوی د مهاجرت په خوړو شپو کې فی البديهه مشاعرې کولې بس د هغو شپو ياد راته په کې تازه شي که شعر ښه هم رانه شي خو يو شاعرانه کيف ترې واخلم، نو دا کيف پيدا کېدل او مفت سړي ته په لاس ورتلل لوی غنيمت دی که ته اوياران په کې څه وايئ ؟

( دا لیکنه مو له فېس بوک څخه درته را غلا کړې ده)

که غواړئ  ددغي لیکني اړوند ټولي تبصرې ولولئ  نو لاندي د((( ټولي تبصرې))) تکمه کښېکاږی

جلال امرخېل 03.09.2011 23:45

ځلاند صیب د جلال په نوم دا تبصره ما نه ده کړې شاید کوم بل جلال وي یاهم زما له نوم نه چا استفاده کړې وي .

جلال امرخېل

طائر 01.09.2011 20:20

دا څه وايې جلاله ياره د دې کيسې خو دا څو کلونه د ي چې روانه ده بيا پخوانۍ په څه شوه شکرالحمدالله خپله ښکلې پښتنه موده دخپل افغانستان موده خو مساپره ده الله د ې په خير د وطن او زمونږ د شاعر مشر کاروان صيب د ژوندانه مالګه وګرځوي

جلال 01.09.2011 08:38

سمه خبره کوئ هسې مو زړونه مه تنګوئ. نثار صیب د شاعرې خور خبره دې یاده کړې ده، چې هماغه پخوانۍ خور ده که کومه نوې را پیدا شوې ده؟

طائر 31.08.2011 16:29

ههههههههههه ارغند صيب بيا به يې درته ووايم
دا نورې تبصرې خو ليرې شو ي دي لکه چې کاروان صيب په قهرشو ی دی ههههههه

اداره :نوري تبصرې نه دي لیري کړل سوي تاسو کولای سئ په لاندي((((ټولي تبصرې )))) په کښېکښلو یې وګورئ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge