Ghazal web

مینه ژوند دی love is life // عنایت الله خاکیار

30.08.2011 11:41

     مینه ژوند دی          love is life             

 

هر یو شی د کائناتو

برخمن دی له دوو توکو

یو شعور دی او بل مینه

چي هر یو یې

خپلوي یو بېل شدت او بېله سطحه

                    ۞      ۞      ۞                   

 

 تر دې وړاندي چي موجود ، دا کائنات سي

محبت او شعور دواړه زېږېدلي

له عدمه تر وجوده

له وجوده تر عدمه

تر عقلي حساب وتلیو فاصلو کي

او په لویه ډارونکې شان فضا کي

منظم د یو نظام پر نظم سته دی

                    ۞      ۞      ۞                   

اوس که دغه وړاندي سوې دعوه موږ کړو

پر تله د     «    لو       اِز        لایفه   »   سره یو ځای

دا به نېغ په نېغه ګوته دې ته نیسي

چي شعور ، مینه  ، ژوندون او کائنات دي

یو د بل سره همزولي

کوم چي دا نتییجه ښئي

«  دا دنیا ده خدایﷻ له عشقه پیدا کړې  »

 

عنایت الله خاکیار 06.10.2011 16:51

د فلسفې توری د یوناني ژبي یو مرکب توری دی چي لفظي معنا یې (د عقل مینه ) ده ، او تعریف یې داسي کولای سو چي:«فلسفه هغه پوهه ده چي په هغه کي د کائناتو مطالعه په ژوره او عمیقه توګه کولای سو»

نسیمي 30.08.2011 22:19

ښايي دې پوښتني ته تر اوسه قانع کوونکی څواب نه وي ورکول سوی چي فلسفه څه ده؟ او فلسفي څوک ؟<br />خو سر بېره پر دې زه یو وار بیا دا پوښتنه د غزل ویبلاګ د کتنکو څخه مطرح کوم تر څود خپلو شته وو مطالعو په رڼا کي څواب را کړي.<br /> <br /> فلسفه څه ده او فلسفي څوک دی؟

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge