Ghazal web

د خواشینۍ او ډاډ ګېرني پېغام :

12.10.2011 17:41


 

د(( پښتني انځور))  او د ((  د مینه چینه )) د شاعر محمد نعیم ازاد  پلار   نن  (۲۰ مېزان ۱۳۹۰)ماپښین د ورپيښي ناروغۍ له امله  له فاني نړۍ څخه د ابدي نړۍ پر لور رخصت واخست ؛

 

 انآلله و انا اليه راجعون

 

د ژور او دردونکي  غم په  دې ساعت کي ځان د ازاد ،  د هغه د کورنۍ ،خپلوانو او خواخوږو سره شریک ګڼو او د لوی خدای له درباره مرحوم ته د جنت الفردوس باغیچې او  پاته   دوستانو او خواخوږو  ته  د زړه     صبر   غواړو.

 

نورالباري افغانمل چمن

عبدالظاهر شکيب 14.10.2011 05:19

په رښتيا هم دپلار مړينه ډېره دردوونکې ده ، خو موږ بايد يو اصل وپيژنو ، چې مرگ حتمي دى او چې ژوند وي مرگ ضرور راتلونکى دى ، زه هم په خپل وار دخوږ ژبي شاعر او ليکوال ښاغلي محمد نعيم آزاد سره په دې غم کې خپل ځان شريک بولم او گران آزاد صيب او کورنۍ ته يې تسليت وړاندې کوم ، ستر څښتن دې ددوى محترم پلاروبخښي او لاس په دعايم چې خداى تعالى ورته په جنت فردوس کې ځاى ورکړي . آمين <br />عبدالظاهر شکيب کابل

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge