Ghazal web

غزل ـــ نورالباري مل

05.12.2011 17:28

لکه ماشوم چي يو شی غواړي ،ژاړي

داسي مي زړه درپسي ژاړي،ژاړي

همدردي اوس هم په نړۍ کي شته ده

سترګي چي هر وخت ژاړي ،دواړي ژاړي

نجلۍ د سوز سندره ناري کړله

د زړګي درد ورپکې نغاړي ژاړي

ما ادبيات  ددې اولس ولوستل

هم يې ليکني،هم يې ژباړي ژاړي

چي خپلواکي شي تر پوښتني  لاندي

بيا نو پر واک باندي مختاړي ژاړي

جلال 06.12.2011 17:07

سترګې چې هر وخت ژاړي دواړې ژاړي

ولا افغانمل صیب ډیر شهکار بیت دې لیکلی دی ، ټول غزل ښکلی دی خو دا بیت یې بیا بیخي پر زړه منګولې خښوي.
بریا دې غواړم ، ما ته ښکاري چې ډیر قامتونه به دې په نږدې وختونو کې شاعرۍ ته درمات شي.
جلال

پلوشه جانان 05.12.2011 18:02

دغه سي دوادي سه:افغانمله وروره ډېره په زړه پوري غزل مو لیکلې خو زموږ بد بختي داده چي له شاعره مي دکلي خان جوړ کړی یاني ځني شاعران که مازي یو بد خونده شعر هم ولیکي خو موږ یې لکه دخان خبره په مزه ورسره بدرګه کوو او که کوم ځوان ښایسته غزل دې غزلي ته ورته ولیکی زموږ هیڅ پام هم نه ورته کیږي نو ښکاره خبره ده چي موږ دشاعر نوم پیژنو نه شعر

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge