Ghazal web

سويلي پښتونخواچمن - د ټکور ادبي ټولنې کره کتنه او مشاعره وکړه.

05.07.2012 07:29

حيات الله لاروی

سويلي پښتونخواچمن -   د ټکور ادبي ټولنې  کره کتنه او مشاعره وکړه.

نورالباري مل - چمن -  تېره ورځ

( ۳جولای ۲۰۱۲) د ټکور ادبې ټولنې مياشتيزه غونډه  وشوه دغه غونډه د حيات الله لاروي پر غزل باندې د کره کتنې په موخه رابلل شوې وه چې ګڼ شمېر شاعرانو  برخه پکې اخستې وه.په غونډه کې د قران کريم تر تلاوت وروسته د غونډې د پيل په خبرو کې  نورالباري افغانمل د کره کتنې پرشاليد او معيارونو باندې لنډ بحث وکړ هغه زياته کړه چې کره کتنه تر مېلاد شپږ پېړۍ وړاندې له لرغوني يونان څخه راپيليږي:

(( کره کتنه په لرغوني يونان کي په شپږمه مخزېږديزه پېړۍ کي دود شوه ،په هغه وخت کې هراکليتس او زينوفنيز  نومي  دوو فيلسوفانو  به د يونان د نامتو شاعر «هومر» پر شعرونو نيوکې کوې او نورو خلگو به بيا د هغه دفاع کول چې له دغه ځايه په لرغوني يونان کې د کره کتنې زڼه زرغونه شوه او ورو ورو يې وده وکړه))

د پيل تر خبرو وروسته ښاغلي حيات الله لاروي   خپله غزل کره کتنې ته واړندې کړه چې مطلع او مقطع يې په دې ډول ول.

څومره خوند چې څښتن ايښی په ژړا کې

چا حس کړی کله نه دی په خندا کې

لاروی په دې خبره نه پوهېږم

چې زه کوم يمه اشنا په ما او تا کې

د ښاغلي لاروي غزل د ډېرو لږو نيوکو سره مخ شوه او کله چې لاوري ته د کره کتونکو د نظرونو په اړه د څه ويلو چانس په لاس ورغلی وې ويل چې ((زما غزل که لږ  څه هم ښکلې ده هغه د دغو کره کتنو پايله ده ستاسې له ښکلو او ښايستو نظرونو زياته مننه کوم او انشاء الله زه به تر ډېره بريده ستاسې نظرونه پر خپله غزل تطبيق کړم))

تر کره کتنې وروسته مشاعره پيل شوه چې شاعرانو په خورا لېوالتيا خپلې غزلې او نظمونه پکې واورول.

په پای د غونډې مشر عبدالغفار غاور د غونډې ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې اديبان او شاعران بايد د ښه شعر ليکلو تر څنګ غوره اخلاق هم خپل کړي  چې د ټولنې عام وګړي د ژوند آداب له دوي څخه زده کړي.

ياده غونډه د ماښام د اذان پر مهال د حميدالله مصباح له لوري د دعايې په ويلو پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې ټکور ادبي ټولنه  د هرې مياشتې په سر کې  کره کتنه او مشاعره کوي چې ياده غونډه د دغې لړۍ څلور پنځوسمه کړۍ وه.

شریفي 12.07.2013 12:28

مننه مل صاحب ټولوټکوروالوته مي سلام ورسوه
داچي زه دټکور له پخوا نیو غړو څخه یم
اوس څه خدمت درته کولای سم
نيټ ته پوره لاس رسی لرم
په خاصه توګه اخلاقي صاحب ته مي دا الفاظ ورسوه
ستا یو نه هېرونکی
[استاد] [شاګرد]
درته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته وایي
دټکور مشال یې همېشه زلال او لوی الله یې مل

محمد عمران امین 06.05.2013 05:50

مننه دوستانو ډیره ښه پروسه مو پکار اچولی ده. خو یو غوښتنه لرم هغه داچی که وکولای شی او امکان ولری هغه لیکوالانو او پوهانو چی د کوم لیکوال په لیکنه یا د کوم شاعر په شعرونو باندی کره کتنه کړی وی نشر یی کړی او ادرس یی هم ورکړی چی په اسانی سره پیدا شی د پښتو ژبو محصیلینو سره به ډیر کومک وی ، مننه د لازیاتو بریاوو په هیله مو

نصرت الله فضل حق 26.07.2012 11:40

گرانه مل جانه!

ښکلى راپور مو ليکلى دى. ستاسې د روغتيا او لا بريا په هيله.

مينه او مننه،

حق

صديق الله خوشال 14.07.2012 18:17

گرانه مل جانه،

ډېر ښکلى راپور دې ليکلى او او لوى الله دې تل خوش او بريالى لره.

خوشال

خوشال صاحب له هڅونې مو يوه نړۍ مننه.

مل مو!

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge