Ghazal web

د ځوانيمرگ ارواښاد عبدالهادي همدرد يوه غزل:

25.07.2012 20:29

ارواښاد عبدالهادي همدرد

څه د اوبو په څېر بې رنگه او بې خونده دی ژوند

څه خاموشي ده، څه بې شوره او بې شرنگه دی ژوند

هلته بيا درب  شو بيا مو کومه مورکۍ بوره شوله

قسمت مو خوار دی چې راوړی مو تر جنگه دی ژوند

موږ په ټول عمر کې يوه شپه خوشالي کړې ده

خدای په هغه گناه نيولي يو بې ترنگه دی ژوند

اې بنگړيوالې زموږ و کلي ته بنگړي مه راوړه

لاسونه پرې د ټولو ښکلو دي بدرنگه دی ژوند

موږ يې قدم ته نظرانه کړې خپلې تړمې اوښکې

موږ هم زده کړی له په اور سوي پتنگه دی ژوند

له ډېره وخته په لېمو کې گډومه اوښکې

چا مې د حال پوښتنه ونه کړه چې، څنگه دی ژوند؟

قسمت ظالم ستا پر سينه ورته ځای نه ورکوي

کنه همدرد خو قربان کړی تر لونگه دی ژوند

بخت محمد 07.03.2013 08:15

له ډېره وخته په لېمو کې گډومه اوښکې

چا مې د حال پوښتنه ونه کړه چې، څنگه دی ژوند؟

همدرد صاحب دې خداى پاک وبښي والله وه يې ژړولم پر څومره تانده ځواني ژوند بېوفايي ورسره کړې ده. څومره له سوزه او له درده ډک شعر يې د ژوند په اړه ليکلى دى.

هلته بيا درب شو بيا مو کومه مورکۍ بوره شوله

همدرد خوار پخپله هم د درب ښکار شو قسمت يې خوار وو چې له هنده خپل نړېدلي هېواد ته را ستون شو او ژوند يې تر جنگه راوړ.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge