Ghazal web

غزل /نورالباري مل

29.07.2012 01:26

زړه لــه غـمه چـــوي ژړا نـه راځي

دغسي حالـــــت دي پر چـا نه راځـي

سـتا د زړه هیواد به آخـر فـتحه کړي

اوښکې پښـتنې دي پر شا نه راځي

خپل پرهار  د پوهـې په تار وګـنډئ

زموږ عـلاج ته بل مسیحا نه راځي

هغه ده رڼا بيا راښکاره شوله

چا ويل چې تېره شي بيا نه راځي!

سوله کړې اوبه ،موږ په اوبه خدایه!

خولې ته  مي   اوس  بله    دعا  نه  راځي

ستا د تور سـترګو تــلاوت کــــــوم

خوند کوي،خو نوریې مانا نـه راځـي

حمیداللہ مصباح 10.08.2012 00:18

سلامونه افغانمله ستا او د ټولو ملگرو د جوړتيا په هيله سهار درغلم ماشاالله ټولنه په بشپړه توگه د خدای ج په لاه کې وتې وه، تبليغيان ،معتکفين، مسافرين او داسې نور ټول پکې وو.

مل   :: ولا مصباح جانه زه او حق صاحب خو جانان کندهار ته راغلي يو ، خبر شوم چې اواب او خوشال لالا تبليغ ته تللي دي او زلالو  هم  نن کندهار ته راغلی و...

لاروی جان خو لا سهار په چمن کې و.

د نورو ملگرو حال نه لرم چې چيرته به وي...

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge