Ghazal web

ژبپوهنه، لاسوهنه

10.12.2012 06:26

نورالباري مل

استاد هارون خپل شعشعی (د نوي قاموس ليکني ميتولوژۍ ته يوه کتنه) په نامه يو کتاب ليکلی دی چې د نوې سيندکښنې پر آرونو او معيارونو باندې خورا تفصيلي غږېږي. کتاب يې خدای شته په مجموع کې له مالوماتو او سپارښتنو ښه ډک دی، خو د استاد ليکدود او  ځينې تفردات او بدعتونه سړی د استاد پر پوهه باندې شکمنوي. دا په دې چې استاد بېخي ښکاره او شناخته توري په بېل او جلا ډول ليکي. د هنر پر ځای هونر ليکي، چې له دې ځايه څرگندېږي چې استاد دې خبرې ته قايل دی چې ليکنگ بايد د وينگ(تلفظ) تابع شي، چې دا بېخي ماشومانه اند دی.

يو وخت مې د تجربې به موخه خپلې ماشومې خور ته چې په دويم ټولگي کې زده کړه کوي وويل چې نانۍ ته(( هنر )) وليکه هغې کټ مټ د استاد شعشعي غوندې هونر وليکه.

د دوی په اند دغسې ليکل خورا اسان وي که همدا معيار شي نو په ليکنو کې به املايي تېروتنې لږ شي او ماشومان به په خورا اسانۍ سره وکولای شي پښتو ليکل زده کړي. زما هم کله کله زړه وغواړي چې د استاد هارون خپل شعشعي غوندې  (اسان ليکدود) خپل کړم، خو بېخي د لوی استاد علامه حبيبي رح، استاد صديق روهي رح، او علامه رشاد عليه رحمه او نورو پوهانو له ارواوو څخه شرم راته درېږي او ده ملگرو دې خبرې ته ځواب هم نه لرم چې آيا ټول ليکوالان نه پوهېږي چې هنر يې ليکي او ته تر هغوی ډېر پوه يې؟

په ليکدود کې د دې نوښتونو او خپلسري پنځوونو تر څنگ استاد ځای ځای د سیمه ییز گړدود هم په ليکدود ورگډوي، استاد د (کوي) پر ځای (کيي) د وکړ پر ځای (وکی) د (وکړم) پر ځای (وکم) او داسې نورو پر ځای نور هغه توري چې په کندهاري گړدود کې عام دي ليکي. استاد چې کله نا کله د ژبپوهنې د استادانو پر نثري ليکنو باندې د خپل اند له مخې کره کتنه هم کوي تر اوسه يې بېخي بنسټيزه پښويه (گرامر)  او د اړيکوييکو، سربلونو او وستربلونو کارول نه دې زده. د بېلگي لپاره يې د ياد کتاب د سريزې لومړۍ جمله گورو:

استاد د سر د خبرو لومړۍ جمله داسې کښلې ده: (( د کوچنيوالي مي له حقوقو او سياسي علومو سره مينه وه))

دلته استاد د (له) پر ځای (د) کارولی دی. په داسې مواردو کې د (له) سربل او د هغه سره د (راهيسې) يا (څخه) وستربل کارېږي.

د (له) او (د) کارول په ښکاره ډېره وړه تېروتنه برېښي مگر په کړن (عمل) کې ډېرې گاړې اړوي لاندې بېلگې يې وگورئ.

تل به دي ساتو د پردو وطنه   (ناسم)

تل به دې ساتو له پردو وطنه    (سم)

دغه لنډۍ يې هم ښه بېلگه کېدای شي.

پاس په هوا راشه جانانه  --   لارې کوڅې د غمازانو ډکې دينه  (ناسم)

پاس په هوا راشه جانانه  --   لارې کوڅې له غمازانو ډکې دينه   (سم)

بېځايه به نه وي که دلته د (له) سره راتلونکي وستربلونه په يوه لښتيليک(جدول) کې وړاندې شي.

له

سره

له زلمي سره ځم.

څخه

له احمد څخه مې کتاب واخيست.

وروسته

له غرمې وروسته کورته ځم.

راهيسې

له پرون راهيسې کار لرم.

پرته

له احمد پرته محمود هم راغلی و.

خو په ځينو مواردو کې که وستربلونه را هم نه شي نه يوازې دا چې پروا نه کوي بلکې وييزه سپما او روانوالی هم رامنځته کوي.

بېلگه:

درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سره يو د ننگ په کار پټ او آشکار

خوشال بابا

له کندهاره تر اټکه   =          له کندهار څخه تر اټک پورې.

زموږ په سيمه (لوی کندهار) کې يوه مشهوره خبره ده وايي ((چې دلته يې دونه مړه کړل نو هلته به يې څه حال وي)) مقصد مې دا دی چې د کتاب په سر کې يې دا حال دی نو په نس کې به يې څه حال وي. خو په هر صورت د استاد تر املايي او پښوييزو (گرامري) تفرداتو به ور تېر شو علمي دلايلو ته به يې ځير شو.

د کتاب پر ۲۲۱مخ استاد د ځينو ډېرو کمځواکو دلايلو په وړاندې کولو پر ټولو لوستو او نالوستو کسانو غږ کوي چې نوي لغتونه جوړ کړي. لاندې يې د هغې ليکنې يو څه برخه کټ مټ را اخلو:

يادونه: دلته که ځای ځای نوی ټکی يادېږي لوستونکي دې خبر وي چې استاد نوي لغت ته نوی ټکی وايي.

(( په دې کي شک نسته چي ژبپوهان او لغتپوهان د نوو ټکو په جوړولو او غوره کولو کي تر نورو فرهنگيانو او عامو خلگو ډېره پوهه او مهارت لري، خو سره له دې هم د دې خبري مانا دا نه ده، چي څوک د يوه تحصيلي ډيپلوم په استناد د ژبپوهني او نيولوجيزم ټول واک يوازي او يوازي په خپلو لاسو کي واخلي، ځکه ژبه د خلگو مال دی او هيڅ پوه او متخصص د دې حق نه لري، چي د خلگو ژبه او فرهنگي ارزښتونه د خپل شخصي ذوق او ذهني قضاوتو تابع کړي. که لوستو کسانو، يوازي د پوهنتونو د تحصيلي ډيپلومو په وړاندي کولو سره د خلگو پر ژوندانه د حکومت حق موندلای شوای، نو تر هر څه مخکي به طبيبانو حق لرلای، چي ناروغانو ته د زړه په غوښت دارو درمل تجويز کړي. په داسې حال کي چي د نړۍ تر ټولو لوړ او لوی طبيب هم دا حق نه لري، چي په خپلو طبي لارښوونو، مشورو او نسخو کي د طبابت له منلو اصولو او قواعدو څخه سر غړونه وکي. دغه راز، که يوازي تحصيلي سندو لوستو کسانو ته د خپلسرو پرېکړو انحصاري حق ورکولای، نو قاضيانو او څارونوالانو به بې هېڅ بېرې او اندېښنې د تورنو کسانو په ژوند د لوبو کولو حق لرلای، اما په عمل کې گورو، چي حقيقت داسي نه دی، هيڅوک د نافذو قوانينو او مقرراتو له چوکاټه دوري هوري پښه نه سي ايستلای. په دې نړۍ کي هيڅوک د خپلسرۍ او زورواکۍ حق نه لري. د نوو الفاظو د جوړولو مساله هم کټ مټ همداسي ده. ژبپوهان او لغتپوهان هم په دې بهير کي د شخصي ذوق او ناروا لاسوهني حق نه لري. د همدې استدلال له مخي بايد د ټولني هر وگړی (لوستی يا نالوستی) په بشپړي ازادۍ سره د لغت جوړولو په بهير کي فعاله او چټکه برخه واخلي))

استاد وايي چې هيڅوک له نافذو قوانينو څخه دوري هوري پښه نشي اړولای، نو په نافذو قوانينو به يو عام وگړی ښه پوه وي که قاضي؟ او همدا ډول د طبابت له منلو اصولو او قواعدو د سرغړونې خبره کوي اوس نو يو پوه دوکتور به د طبابت په اصولو پوهېږي که نرس يا عام وگړی؟

د استاد د پاسنيو خبرو خو دامانا شوه چې هر لوستی او نالوستی کس دې خلگو ته دارو درمل هم تجويز کړي، هر لوستی او نالوستی کس دې د قضاوت او څارنوالی بشپړ حق هم ولري او هر لوستی او نالوستی کس دې وييرغاونه (لغت جوړونه) هم وکړي.

ځان ته دا رښته (حق) نه ورکوم چې د استاد پورتنۍ خبرې رد کړم ښه به دا وي چې د سترو پوهانو او ليکوالانو په ليکنو کې داسې ټکي ومومم چې پورتنۍ خبرې يې رد کړي وي.

تکړه ليکوال او ژورنالست صالح محمد صالح د خپل اثر (پښتو او د ژباړې اړتيا)) کې په يوه ليکنه کې پښتو نيولوجيزم يو ستره اړتيا گڼي او پر ژبپوهانو غږ کوي چې په دې ډگر کې لاهم نور کار وکړي. دی دا هم وايي چې: ((كه د ژبپوهنې لـه قواعدو او اصولو ناخبره كسان لغت جوړونې (نيولوجېزم) ته لاس غزوي، ښايي پايله يې گټوره نه وي، ژبپوهان دغه كار ښه كولاى شي.))

همدا ډول په اوسمهالې نړۍ کې يوازينی پښتون ژبپوهاند استاد مجاور احمد زيار هم د نيولوجيزم په اړه په يوه ليکنه کې ډېرې معقولي خبرې کړي دي دلته يې لږ لږ برخې، چې د استاد هارون خپل له پاسنيو خبرو سره تړاو لري راوړو.

(( له ژبپوهنې يو شمېر ناخبر زده کړه وال، ليکوال او ان پوهان داسپسته رامخته کوي چې ژبه د((ولس مال)) دی او د ژبپوهانو څېړنې او بيانوې رغاونې پکې يوه بېځايه او ناروا لاسوهنه ده!

د دې ورانپوهاوي ځواب په دې متل کې نغښتی چې ((له ولسه زه راغلم، له نرخه ته خبر يې!)). که ژبپوه د ولس له نرخ((ژبې)) خبر نه وي، اساسي قانون ((ګرامر)) به يې څنګه جوړ کاندې، هغه لکه قانونساز خپل اومه توکي له ولسه را اخلي.
ژبپوه پوره پوهېږي چې د ژبې کومه برخه په ولس اړه لري او کومه په ليکنۍ برخه. له دې سره داهم غوټه ده چې دغه ټاکلې سلنه يې ژبه له يومخيز ژبني- فرهنګي يرغله او ورکاوي ورژغوري. ځکه د پوهې او فرهنګ پوړ(قشر) ترې نه رغېږي او سل په سل کې له هو بهو را اخېستنې سره خپله ژبه ورو ورو له خپلې ټولنې او ولسه پردۍ کوي!

که وييرغاونه و نه شي، داژمندويي يا تضمين څوک کولای شي چې پردي وييونه او نومونې(اصطلاحات) دې په يوه ژبه او ليکدود پښتوته راولېږدول شي، د ټولنپوهنې پرځای به يو علم لاجتماع کاروي، بل به جامعه شناسي، درېيم به سوسيالوجي، څلورم به سوسيولوژي، پېنځم به سوسيولوګي... او بيا داګرنټي چې خپلسرې رغاونې به نه کېږي او هغه هم څو څو ډوله، لکه د ازاديپال پرځای: حريت پسند او ازادي خوښوونکی ؛ د بنسټپال پر ځای: انتهاپسند او افراط خوښوونکی؛ د ارواپوهنې پرځای: نفسيات او روح پېژندنه(پېژندنه د پارسي – شناسی ټکي پرټکي اړونه ده، کره پښتو انډول يې- پوهنه راځي) او داسې نور ژبنی انارشېزم!

داسمه ده چې د نورو دوديالو ژبو په څېر  پښتو نيولوجېزم د پېړيو په پوړيو کې د بېلابېلو شاعرانو او ليکوالو له خوا ترسره شوی او لومړی ځل يې امير شېرعليخان( 1868ز.)  له پوځي- اداري نومونپوهنې(ترمينالوجۍ) سره ټوليزه(سرکاري) بڼه ورکړې  او له اماني او بيا نادري- ظاهري پېر را هيسې ورته د پښتومرکې او پښتو ټولنې په چوکاټ کې څه ناڅه ډېر کار شوی دی. هرګوره، د رغول شويو وييونو هماغه برخه ليکنۍ او څه ناڅه ګړنۍ پښتو ته لار موندلې چې د برابرۍ له مخې يې له اوسنيو ژبپوهنيزو اَرونو سره  لږو ډېر سمون درلودلی دی، خو ډېری يې د خپلو او پرديو د ټوکو او ملنډو لوبڅي ګرځېدلي دی،لکه: سترتوب(رياست)، ټوپنۍ (نړۍ)، ټوپن څرګند (شهرۀ افاق)، پاس پاس (اسمان، هسک)... او لنډاندو پښتنو او دښنو يې په پېښو لا بترې رامنځته کړې دي، لکه واخلې: خوږې وږې کږې (ځلوبۍ)، ږغ ډبلی(رادېو)، شرنګ سوټی(رباب)، د رڼا کڅوړه(د برېښنا څراغ يا ګروپ)... .

په ټوله مانا يو  پرله غښتی علمي= تخنيکي پښتو نيولوجېزم په کابل پوهنتون کې زموږ د ((يوې يوازېنی= کره ليکنی پښتو)) غورځنګ له منځته پيلامې(1972) سره رانښلول کېږي. په دغه څلوېښت کلن مهالپېر کې د بېلا بېلو پوهنيزو او فرهنګي څانګو زرګونه نومونې(اصطلاحات) رغول شوي او تر اوسه يې زياته برخه دود شوې او پاتې هغه يې هم پرله پسې دود مومي.
خپلسرې رغاونې يو خوا ټکر(accident) رامنځته کوي او بلخوا بياځلتيا يا تکرار(duplication). ټکر په دې مانا چې يوه رغاونه وار له مخه شوې او سمه ارزول شوې هم وې، له ناخبرۍ يا ناګارۍ څخه يې دويم او ان درېيم انډول يې هم رامنخته شي،لکه: پښويه(ګرامر) چې له څه له پاسه يوې پېړۍ راهيسې له راورټي او بېليو رانيولې تر صالح محمد کندهاري را اخېستی او کارولې ده، خو يو نيم اماتور ، سرور وکيلي څو کاله مخکې((ژبدود)) را اېستلی او زما خپل شاګرد محمد اغا شېرزاد همدا اوس اوس تر سرليک لاندې په يوه ليکنه کې((ګړدود)) کارولی دی.))

تر دې ځايه به د هارون خپل بې بنسټه دلايل ښه درته جوت شوي وي.

هارون خپل د لوېديځ او لوېديز تر منځ په توپير هم نه پوهېږي. دی دا فکر کوي چې دا دواړه د يوې مانا لپاره کارول کېږي خو ليکدود او گړدود يې بېل دی، او دا سپارښتنه کوي چې بايد په لوېديځ يې وليکو حال دا چې لوېديځ مغرب او لوېديز مغربي ته وايي همدا ډول ختيځ او ختيز هم درواخله چې هارون خپل يې د ليکدودي توپير پرته يو گڼي.

داسې کسان نو بيا د سترو ژبپوهانو پر ليکنو هم سور قلم را اخلي او بې له کوم لاسونده نيوکې ورباندې کوي. او ځوانان بېلارې او گمراه کوي، چې پښتانه بيا د خپل عادت له مخې دغه اختلافات نور هم جدي اخلي او د ملي نفاق لامل يې گرځوي.

څه موده مخکې ما هم د خپل کندهاريت له مخې کندهاری لکيدود کاراوه، او چې په کومه ليکنه کې به (شو) ليکلی و هغه مې نه لوسته خو هغه د شفيق العالم معذوريار صاحب خبره ((د عمر د پختگۍ سره سم فکر هم پختگي مومي.))

اخځليک:

خويشکي، محمد صابر،  پښتو غږ پوهه او وييپونه ۱۳۸۸ ميوند خپرندويه ټولنه

صالح، صالح محمد، پښتو او د ژباړې اړتيا، ۱۳۸۳ بينوا فرهنگي ټولنه کندهار

زيار، مجاور احمد، ليکلار ښود۲۰۰۷ دانش خپرندويه ټولنه

شعشعي، هارون خپل، د نوي قاموس ليکنې ميتودلوژۍ ته يوه کتنه، ۱۳۹۰ کندهار اطلاعات کلتور رياست

د پوهاند زيار صاحب لپاره ځانگړې شوې اوبپاڼه، zyar.net

http://zyar.net/fullstory.php?id=109

حليم- روزگان 10.12.2012 21:32

باري جانه د زيار چم به کوې خپل به دي هېر سي
لطفا هغه ژبه زده کړه چي مور او پلار دي ويل تاسو خو ځکه ملامت نه ياست چي ژوند مو د اردو ژبو تر تاثير لاندي تير کړى دا هيله مي ده يو ورور په صفت ومنه .

مل: حليم جانه قربان دې شم زه رښتيا هم ملامت نه يم څکه ستا په خبره ژوند مې د اردو ژبې تر اثر لاندې تير کړى دى.
خو ستاسې دغه سپارښتنه چې هغه ژبه زده کړه چې مور او پلار دې ويل،  يوازې د گړنۍ پښتو لپاره پر ځاى ده، مگر که موږ ليکنۍ(تحريري) برخې ته راشو، دلته بيا يووالي ته اړتيا شته چې ټول يې بايد يو شان وليکي اوس نو که زه دا حق درلوداى شم چې هغه ځه وليکم چې له مور او پلار څخه مې زده کړي، نو بيا خو د هر ولايت او هرې ولسوالۍ خلگ هم دا حق درلوداى شي، بيا نو که هر څوک هغه پښتو وليکي چې له مور څخه يې زده کړې وي. نو بيا به يو څوک، تېل، چېل او دېگ به جېگ ليکي، يو به موږ ليکي بل به مونږ او درېيم به مونگ، يو به مير ليکي، بل به مور. يو به بلا ليکي بل به بلو، يو ځوک غوا ليکي بل ولايت وال به غو، نو په پايله کې به له دې خوارکۍ پښتو څخه يوه گډوله جوړ شي. خو په هر صورت مقصد مې دا دى چې يوې کره ليکنۍ پښتو ته اړتيا شته. زه خو نور نه په پوهېږم چې د چا هغه کره ده خو پر دې وياړم چې زه تر ډېره بريده هغه پښتو ليکم چې په هېواد کې ټولې معتبرې رسنۍ، د هېواد زدکړيز نصاب، او نور اړين توکې په ليکل کېږي او بله لا دا چې د هېواد ډېره برخه ليکوالان يې همداسې ليکي.

مل مو

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge