Ghazal web

فطري شاعري//نورالباري مل

30.12.2013 09:01

فطري شاعري

د عبدالله ستوري د شعري ټولگې (ته د ستوري تصور کې) لنډه ارزونه

ليکنه: نورالباري مل

د هند نامتو ليکوال او د مشهور اثر ((مسدس حالي)) شاعر مولانا الطاف حسين حالي په خپله يوه ليکنه کې وايي چې په شعر کې بايد داسې خبرې وشي چې په لفظي او معنوي دواړو اړخونو کې زموږ له عادي ژوند سره سمون خوري. د حالي په وينا داسې شعر ته طبعي شعر او شاعر ته يې طبعي شاعر ويل کېږي. د حالي خبره که لږ سره وشنو نو ويلاى شو چې د شعر توري بايد طبعي وي نه مصنوعي، د شعر توري کله کله د شاعر د لاسوهونې او مښود په مټ طبعيت ته ور څکېږې خو کله بيا برعکس په همدغه کړنه له طبعيت څخه نور هم واټن نيسي. دا نو بيا د شاعر پر ځيرتيا، ځيرکتيا او پوهه پورې اړه لري چې دى د خپلې ژبې او ولس له طبعيت سره څومره اشنا دى او خپل شعر څومره ورسره اشنا کوي. شاعر ته ښايي چې د خپل واند (خيال) له پيکه انځورونو څخه د اند (فکر) په مرسته خپل پېغام په داسې توگه ورغوي چې اورېدونکي ته دا په زړه کې هم ور ونه گرځي چې دا خبره تر فکر وروسته جوړه شوې ده.

د دې خبرې د لا جوتتيا لپاره اړ يو چې پښتو لنډيو او بيا اوسنيو ټپيزو ته پام وکړو. پښتو لنډۍ ډېرى وخت په ډېر طبعي انداز ويل شوي دي دا چې په را وروسته کې له لنډيو څخه ټپيزې جوړول پيل شوه دغه اسان خو اصلا گران کار ته نو بيا د ځينو ځيرکو ځوانانو تر څنگه يوڅو اسانخوښو ځوانانو هم ودانگل چې د ټپو او ټپيزو طبعي والي ته يې زيان واړاوه.

هلک مچۍ  چيچلـی ژاړي

نجلۍ ښامار خوړلې  شنه له خندا شينه

دا لنډۍ کټ مټ د حالي له خبرې سره سمه په لفظي او معنوي داوړو اړخونو کې زموږ له عادي ژوند سره سمون خوري.  اوس نو د دغې لنډۍ غير طبعي يانې د ټپيزې بڼې ته ځير شى چې له طبعيته څومره لېري شوې ده.

د زيارت مالګه له مور غواړي

ځان په شړۍ کې رانغـــــــــاړي

د لېوني په څېر ځـــــــان داړي

هلک مچۍ  چيچلــــی ژاړي

جينۍ ښامار خوړلې  شنه له خندا شينه

د شعر او شاعر د طبعي والي په اړه  پښتون ملک الشعرا او د غزلبڼ پسرلى استاد محمد صديق وايي. ((زه د دې خبرې طرفدار يم، چې بعضې خلك فطري شاعران دي او په لږ لوست او لږو معلوماتو ښه شيان ويلاى شي، خو بعضې خلكو ډېر تحصيل هم كړى وي، ډېر كوښښ هم كوي، ډېر زحمت هم وباسي، ان داسې خلك مې ليدلي، چې په يوه غزل باندې شپې او ورځې تېروي او ظاهرا يې په غزل كې كوم نقص هم نه وي، خو ليكن هيڅ خوند نه لري، دا ځكه چې دى فطري شاعر نه دى.))

زه چې کله د عبدالله ستوري ځيني شعرونه لولوم نو د استاد پسرلي دا خبره مې سترگو ته جگه ودرېږي چې وايي ظاهرا يې په غزل کې کوم تقص هم نه وي، خو ليکن هېڅ خوند نه لري.

سره له دې چې ستورى داسې تشبېگانې کاروي چې سړى گوته په غاښ ورته پاتېږي خو بيا يې هم شعر هغه ځواک نه لري چې د هند د نامتو شاعر مرزا اسد الله خان غالب په وينا په لومړي ځل اورېدلو د سړي زړه ته ننوځي.

چې د سبا نسيم يې ښکل کړي تو ريحان د پېکي

په خوشبويي لانده وزر له هغه ښاره راځي

پاسنۍ بيت به يې د بېلگې په توگه وشنو، په دې کې ستوري نوښت دا کړى چې د تور پېکي پر ځاى يې د پېکي تور رېحان ياد کړي يانې تورپېکى يې  له تورو رېحانو سره تشبيه کړى دى. د ستوري په اند ښايي د تورو رېحانو او تور پېکي تر منځ مشترق صفتونه خوشبويي او توروالى وي. خو په دويمه مسره کې سړى هېښ پاتېږي چي ستورى صاحب د څه شي په اړه غږېږي. څوک په خوشبويي لانده وزر له کومه ښاره راځي؟ ايا د سبا نيسم يادوي چې د جانان د پېکى تور رېحان يې ښکل کړي او په هماغه خوشبويي لانده وزر د جانان له ښاره را روان وي. دلته سړى د طبعي او غير طبعي د موضوع تل ته شوه کېږي. گورئ خوشبوي وزر نه لري او که ستورى يې د يوه گړي لپاره له کوم بل شي څخه ورته را پوري نو بيا په لندو وزرو پرواز څنگه کېږي؟ که د يوه گړي لپاره وه هم شي نو ډېر يو غير عادي او غير طبعي کار به وي ځکه نو ورته يو غير طبعي شعر ويلاى شو چې دغه ډول شعرونه ستورى نشي د دې جوگه کولاى چې د خپل شعر په برکت د خلگو زړنو ته شوه شي.

په لاندې شعر کې يې بليغه تشبه ستر کمال دى خو ستوري پر خپلو تورو او خيال باندې فکر نه دى کړي چې طبعيت او حقيقت دواړو ته يې ور نږدې کړي.

د ښکلو ژمنې به تر هغه وخته نه سي پوره

چې تر قدم لاندې دې ستړي رباطونه نشي

دويمه مسره يې په بليغه تشبه کې د نوښت انتها ته ور نږدې کېږي خو له بده مرغه له پورتنۍ مسرې سره سل په سل کې سر نه خوري.  راشئ چې وه يې شنو:

ستورى وايي چې ښکلي پر ژمنه نه خېژي ته بايد دومره پسې ولاړ شې چې تر قدم لاندې دې آن رباطونه ستړي شي کنې تر هغو دا ژمنې نه پوره کېږي اوس نو که معشوق له عاشق سره ژمنه کړې ده او بيا بيرته عاشق تر هغو پسې گرځي چې تر قدم لاندې يې رباطونه ستړي کېږي، نو په دې صورت کې خو هم ژمنه پوره نه شوه.

زما د اند له مخې که د ستورى د شعر خيال داسې واى چې ښکلې په دومره اسانۍ سره نه شې موندلاى تر څو چې دې تر قدمونو لاندې رباطونه ستړي نه کړې، نو به لږ يې خوله سره لگولې واى.

دغه توري يې هم ولولئ او پرېکړه وکړئ چې تر کومه بريده طبعي دى.

نه د جهان او نه د ځان يمه ستا مينه کې ډوب

ستا د نرۍ خندا کوترو په ما څه وکړه

خو د ستوري پر نوښتونو باندې سترگې پټول به هم ستره ناځواني وي. ستورى شاعر دى او د هر شاعر په څېر يې درد ليدلى دى او دا خو نو بيا دستور دى چې له درده زگېروى خېژي، له دغه زگېروي سره که ولوله (عاطفه) او احساس مله شي نو بيا هم زړونو ته لارې باسې او په زړنو کې ويدې څړيکې را ويښوي. مرزا اسد الله خان غالب هم خپل شعر ته ناله وايي او زياتوي چې زما شعر که آهنگ نه لري په دې مې مه گرموئ ځکه ناله هيڅکله هم د آهنگ پروا نه کوي. دا چې د ښاغلي ستوري نالې هم کله نا کله د آهنگ پروا نه کوي او د بې اختياره چېغې په څېر له خولې را وځي نو ويلاى شو چې ستورى شاعر دى او کرېږې يې د زړه له درده دي نو که له اهنگ څخه بې نيازه وي  بايد گرم يې نه کړو او د شعر پر پېغام باندې يې خپل پام را ټول کړو.

ما ويل د روڼا زرين بې زه هم پر ځان وپاشم

د تور قاضي له گوتو د رڼا کوتره والوته

شعر ته هغه وخت شعر ويلاى شو چې نوښت پکښې وي هغه که د خيال، ترکيبونو، تورو، او که يا هم د فورم له مخې وي. نوښت هغه ستونزه ده چې زموږ ډېرى نومهالي (معاصر) ځوانان (چې په رښتنې مانا شاعران وي)  يې دې ته اړه کړي دي چې شاعري پرېږي او يا يې په ناځانخبري (غير شعوري) توگه  لږ کړي. خو عبدالله ستوري په خپله پرلپسې هاندوهڅه په شعر کې داسې نوښتونه کړي دي چې له شعره پر شا تمبېدلي ځوانان بېرته شعر ليکلو ته هڅوي. لاندې شعر يې موټۍ له خرواره.

ستا د حسن د اياز و مېلمستيا ته

دا محمود زړگى مې لار مينځي په اوښکو

ستوري که توره وهلې وي نو هغه به د نظم په برخه کې وي داسې نظمونه يې ليکلي چې آن د غزل تږي هم خپله تنده ورباندې خړوبولاى شي. نظمونه يې سره له دې چې ساده، روان او له موسيقيته ډک وي، ښې تشبيې گانې، استعارې او وييز ترښتونه يا ترکيبونه هم لري.

په پايله کې ويلاى شو چې ستورى شاعر نه دى؛ بلکې ښه شاعر دى خو د دې لپاره چې لاښه شاعر شي اړ دى چې نور هم زيار وباسي او د خپلې ژبې له طبعيت سره ځان نور هم بلد کړي بيا به نو همدغه منظوم پېغامونه په داسې ژبه راته بيانوي چې موږ به دا فکر نه کوو چې د جوړولو پر مهال يې ستوري پر ځان زحمت تېر کړى دى.

په پاى کې دا يوه يادونه کوم چې تاسې به هم حېران ياست چې دا سړى څنگه په ستوري او د هغه په تصور يا شاعرۍ کې خېژي او لوېږي، ستورى زما خوږ ملگرى دى زړه ورباندې لرم، هر چا يې شعر ستايلى دى او د ستوري شعر په هر څومره ستاينه ارځي خو دا چې د ستوري شعر ډېر ستايل شوى دى نو ما ويل چې راشه ته يې کمزوري اړخونه په گوته کړه چې پر دغه کار باندې که څه هم اړتيا يې نشته خو بيا هم د نه بايدې لپاره له ستوري صاحب څخه بخښنه غواړم ځکه ستورى يو سپين زړى انسان دى کېداى شي په لږ څه يې زړه خوږ شي او بيا په لږ څه خوشاله هم شي.                                                             


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Noorulbari Mal

Create Your Badge